عبدالله، کرزی ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د کابل په غازي لوبغالي کې د زرګونو کسانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال حکومت په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ یوه نوماند عبدالله عبدالله افغان ولسمشر حامد کرزی په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړی او ادعا یې کړې، چې ولسمشر ځینې نوماندانو ته بلنه ورکوي، چې په ټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه تېر شي.

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د کابل په غازي لوبغالي کې د زرګونو کسانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال حکومت په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ.

نوموړي نېغ په نېغه د ولسمشرۍ پر دفتر او پخپله پر ولسمشر حامد کرزي تور پورې کړ، چې په ارګ کې د غونډو په جوړولو یو شمېر نوماندان دې ته هڅوي، چې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه تېر شي.

غږ: په دې ورځو کې د ولسمشرۍ ارګ پرېشان دی، جرګې راغواړي. یو شمېر نوماندان هم اندېښنې لري. یو دوه یې خپه دي، چې ښاغلي کرزي ورسره ژمنه کړې وه، خو اوس پرې عمل نه کوي. دوی له دیارلسو کالو وروسته اوس پر دې پوه شول، چې ښاغلی کرزی په خپلې ژمنې عمل نه کوي. یو شمېر یې اندېښمن دي، چې ښاغلی کرزی یې له هغه ملاتړه لاس وانخلي، چې په اړه یې ورسره ژمنه کړې وه.

ښاغلي عبدالله همداراز د حکومت د سولې پر تګلارې نیوکه وکړه او په خپله وینا کې یې د کونړ وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، چې د ځینې نورو کسانو په څېر دی د دا ډول پېښو عاملین خپل ورونه نه بلکې دښمنان بولي.

همداراز نن د ختیز ولایت ننګرهار په تورخم سرحده سیمه کې د ولسمشرۍ یوه بل نوماند داوود سلطانزوی هم د یوې خبري غونډې پر مهال ولسمشر کرزی په ټاکنو کې په مداخلې تورن کړ.

خو د ولسمشرۍ دفتر د نوماندانو دا تورونه نه مني. د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر په وار وار ټینګار کړی، چې په ټاکنو کې د هېڅ نوماند په ګټه لاسوهنه نه کوي.

د ده په وینا، که کوم نوماند شخصاً وغواړي چې له ولسمشر کرزي سره وویني، نوموړی د هغوی په غوښتنه ورسره ګوري، خو په ټاکنو کې د ده په وینا د هېچا ملاتړ نه کوي.

پر ولسمشرۍ ماڼۍ دا نیوکې په داسې وخت کې رابرسېره شوي، چې په دې وروستیو کې د یو شمېر نوماندانو تر منځ د ایتلافونو جوړېدو خبرې روانې دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د وري میاشتې په شپاړسمه نېټه تر سره شي.

ورته مطالب