څارونکي بنسټونه کانونو کې د فساد مخنیوی غواړي

Image caption د افغانستان د روڼوالي څار اداره او د شاهدۍ نړیوال سازمان وايي هغه څرګندونې چې تر دې دمه د استراجي صنایعوپه اړه د ولسمشرۍ نوم آندانو له خوا شوي روښانه او څرګندې نه دي.

د افغانستان د روڼوالي څار ادارې او د شاهدۍ نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي چې د استخراجي صنایعو او پراختیا په برخو کې د فساد د مخنیوي په اړه خپل پروګرام له خلکو سره شریک کړي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، د افغانستان د روڼوالي څار ادارې څېړونکی جاوید نوراني په وینا پر کانونو پانګونه ستونزمنه او پیچلې ده او نوم آندان باید روښانه کړي چې په دې برخه کې څنګه پانګې جذبولای شي او څه ډول به د کانونو ایستلو چارې پراخې کړي.

دوی د یوه راپور په خپرولو سره په دې برخه کې حکومت او د ولسمشرۍ نوم آندانو ته یو لړ وړاندیزونه هم کړي دي.

په دغو وړاندیزونو کې د کانونو په برخه کې له خلکو سره د تړونونو د جزییاتو خپرولو ، د ناقانونه کان کیندنې مخنیوی او د ملي پولیسو له خوا د کانونو د امنیت ساتلو غوښتنې شوې دي.

د افغانستان د روڼوالي څار ادارې او د شاهدۍ نړیوال سازمان په دې باور دي چې افغانستان د طبعي زېرمو له پلوه ډېر غني هېوا دي او د کانونو ایستلو په برخه کې ښه او مناسب پروګرامونه کولای شي په لنډه موده کې د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو لامل شي.

ورته مطالب