'د امنیتي تړون پر سر خبرې دښمن هڅوي'

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ډیمپسي ویلي، چې د افغانستان په ځینو برخو کې داسې ښکاري، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې یو ډول اړیکه وي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر بحث کول دښمن هڅوي، چې شاید دا کار له طالبانو سره د ځینو افغان ځواکونو د همکارۍ لامل وګرځي.

نوموړي دا څرګندونې افغانستان ته د سفر پرمهال له امریکايي ځواکونو سره د کتلو پرمهال کړې دي.

ده ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو چارې ځینې افغان پوځي مشران اندېښمن کړي دي.

ښاغلي ډیمپسي ویلي، چې د افغانستان په ځینو برخو کې داسې ښکاري، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دې یو ډول اړیکه وي.

نوموړي په څرګنده د کومې سیمې نوم یاد نه کړ، خو ښکاري چې اشاره یې د کونړ تېرې خونړۍ پېښې ته وي، چې طالبانو لږترلږه ۲۱ افغان سرتېري ووژل او ځینې نور یې له ځانه سره یووړل.

ډیمپسي وايي، که چېرې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شي، شاید د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ځنډ رامنځ ته شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې ((فکر نه کوم دا جوړجاړی دې په پراخه کچه وي، خو موږ باید احتمالي خبرتیا ورکړو)).

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون پنتاګان ته امر کړی، چې د روان کال تر پایه د سرتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي.

نوموړي ویلي، چې تر هغو چې امنیتي تړون لاسلیک نه شي، امریکا د ټولو سرتېرو له ایستلو پرته له لاره نه لري.

ولسمشر اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې شاید واشنګټن د روان کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

که چېرې امنیتي تړون لاسلیک شيو امریکا غواړي له جګړه ییزم ماموریت وروسته هم افغانستان کې د افغان سرتېرو د روزنې، ملاتړ او مشورې لپاره تر لسو زرو پورې خپل پوځيان پرېږدي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر یوه ویاند ویلي، باور نه لري چې امریکا دې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

افغان لوري د تړون لاسلیکولو په تړاو پښې ټینګې کړې او خپل شرطونه منل کېدل غواړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو ته دوه شرطونه وړاندې کړي، چې یو دې له طالبانو او د حکومت له مخالفانو سره له زړه د سولې خبرې پیل شي او بل دې امریکايي ځواکونه په کلیو بانډو او د افغانانو پر کورونو چاپې او عملیات ودروي.

د انځور حقوق AFP
Image caption راسموسن دا هم وايي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل د دوی د زړه خبره نه ده، خو دا واقعیتونه دي او پخپله تګلاره کې یې باید په پام کې ونیسو.

بل خوا د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د ناټو سرمنشي انریس فور راسموسن ویلي، که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د ناټو هېڅ یو سرتېری به له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې پاتې نه شي.

راسموسن دا هم وايي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل د دوی د زړه خبره نه ده، خو دا واقعیتونه دي او پخپله تګلاره کې یې باید په پام کې ونیسو.

په پام کې ده، چې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د افغانستان دفاعي چارواکي هم ګډون وکړي او د دغه هېواد د پوځ د راتلونکې په تړاو خبرې په کې وشي.

ورته مطالب