د ګوانتانامو له بند وروسته د افغان بندیانو ژوند

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کیوبا په امریکايي ګوانتانامو زندان کې نژدې ۲۲۰ افغانان بندیان شول، چې په دې سره د نژدې ۵۰ هېوادونو د بندیانو تر ټولو ډېره شمېره یې جوړه کړې ده.

تر څو کلن بند وروسته زیاتره افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستول شول، خو دوی په زندان کې د امریکایان وله خوا د ناوړه چلند او ځینې وخت د شکنجې په اړه خپل داستانونه وویل.

د افغانستان پلازمېنې کابل او ځینو نورو ولایتونو ځینې عام وګړي مې وغږول، چې ایا د منهاټن او د نړیوال سوداګریز مرکز په اړه په څه پوهېږي، ډېرو کمو ویل چې هو، خو ټولو ته د ګوانتانامو زندان معلوم و.

حاجي غالب، د ۲۰۰۳ فبرورۍ کې د افغانستان ختیځ کې پخپل دفتر کې ونیول شو. دی وايي چې ""د انسانانو په تاریخ کې، دا ډول دوه وحشیانه زندانونه وو (یو یې د هېټلر او بل د امریکا (ګوانتانامو) زندان)".

دی وايي، چې دغه زندان په افغانستان کې د امریکا په اړه ډېره کرکه پیدا کړې ده.

په ګوانتانامو زندان کې درې افغان بندیان مړه شوي، خو پرته له دې چې پاتې ۱۹ بندیان په جرمونو تورن وپېژندل شي، خوشي شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عزت الله نصرتیا د پخواني شوروي اتحاد پرمهال جهاد کړی.

هېواد ته د دغو بندیانو په ستنېدو سره خلکو هغوی اتلان وبلل او تود هرکلی یې وشو.

حاجي شهزاده خان، چې د افغانستان د سوېلي کندهار ولایت یو سپین ږیری دی، وايي چې "زما زرګونه کلیوال او د شاوخوا سیمو خلک زما هرکلي ته راغلل. تر دوو زرو ډېرو کسانو سره مې په لاس روغبړ وکړ".

عزت الله نصرتیا هم وايي، همدا چم ورسره وشو.

تود هرکلی

نصرتیا د پخوانیو مجاهدینو یو جنګیالی و، چې د امریکا په مشرۍ یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړه کړې ده.

دی وايي چې "خلکو مې تود هرکلی وکړ، خلکو د خپل وس مرسته راسره وکړه".

خو په ګوانتانامو زندان کې د دغو بندیانو داستانونه بېلې بڼې لري.

ځینو د خپل بند جریان د کتاب په لیکلو کې خلاصه کړی، چې پاکستان او افغانستان کې یې کتابونو ښه خرڅلاود درلود، خو ځینو نورو بیا لاهم له څه ویلو وېره لرله.

د عزت الله پلار حاجي نصرت خان وايي "د بشر ضد معامله یې راسره وکړه، داسې معاملې یې کولې، چې په خوله یې نه شم بیانولی".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حاجي شهزاده خان ګوانتانامو زندان کې دوه کاله بندي و.

حاجي نصرت الله د خپل عمر اویایمه کلیزه کې دی، چې د زړبودۍ ډېرې ستونزې او ناروغۍ ورته ملګرې شوې دي.

نوموړی په ۲۰۰۳ کال له پلازمېنې کابل څو کیلومتره لیرې پخپل کلي کې د امریکایانو له خوا ونیول شو.

نوموړی د خپلې نیونې کیسه داسې کوي: "ما ورته وویل چې زما جرم راوښيئ، چې جرم نه لرم، نو ولې مو نیولی یم؟ یوازې زه نه وم، بلکې ګڼ نو بې ګناه کسان یې هم بندیان کړي وو".

هغه بندیان چې د زندان اوامر یې منل، له نورو بندیانو سره په نسبتاً ښه چاپېریال کې اوسېدل، هم به یې کتابونه لوستل او یوڅه به یې زده کول.

حاجي غالب وايي: "هلته خلکو وخت نه ضایع کاوه. زما ښه یادګار دا دی چې هلته مې قرآن او لیک او لوست زده کړل، ډېرې نورې تجربې مې هم ترلاسه کړې".

عزت الله نصرتیار وايي: "هلته مې قرآن شریف یاد کړ، ګڼې نورې نوې دعاګانې مې هم یادې کړې، چې اوس یې تل وایم".

دغو دواړو کسانو ګوانتانامو زندان کې څلورنیم کاله تېر کړي دي.

خو د افغانستان د ختيخ یو قبایلي مشر حاجي روح الله، له ګوانتانامو یو تیاره انځور وړاندې کوي:

"ګوانتانامو نه یوازې له خلکو بهر ته د وتلو ازادي سلبوي، بلکې له بندیانو ټول حقه حقونه اخلي، ان پر خبرو یې هم بندیز لګوي. دا خو پرېږده، چې موږ د قرآن یا نور څه لوستلو کې خپلې شونډې هم نه شوای ښورولی، ساتونکو شېبه په شېبه څارلو؛ ځکه دوی ګمان کاوه، چې ګني موږ له نورو بندیانو سره غږېږو".

بیا ژوندې کېدل

له ټولو پخوانیو بندیانو سره چې غږېدلی یم، ویل یې چې له ګوانتانامو یې د بېرته ستنېدو تمې غوڅې شوې وې، ځینو خو د ګوانتانامو زندان له مرګ سره ورته بللی و، او بېرته راخوشي کېدل یې د ځان لپاره بیا نړۍ ته سترګې غړول بللي.

مولانا عبدالرزاق، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وزیر و، زندان کې پنځه کاله تېر کړل.

نوموړی د ۲۰۰۲ اپریل کې ونیول شو، څلور کاله ګوانتانامو کې و، خو وايي "کله چې له ګوانتانامو افغانستان ته ولېږدول شوم، داسې احساس مې کاوه، لکه له مرګه چې راستون شوی یم".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د طالبانو د واکمني مخکني وزیر مولانا عبدالرزاق ګوانتانامو زندان کې څلور کاله بندي و.

"ګوانتانامو کې موږ له بهرنۍ نړۍ هېڅ معلومات نه لرل، ان له کورنیو سره پر اړیکو هم امریکایانو بندیز لګولی و، موږ د خپلو کورنیو په اړه سخت اندېښمن وو".

خو عزت الله بیا د ګوانتانامو بل ډول تجربه لري:

"دغه زندان ما ته ډېر نوي څه را زده کړل، مخکې د خدای نعمتونه نه وو راته معلوم، لمر ته په ګرځېدو مو د خدای شکر نه کاوه، خو چې بند شوو، د لمر د وړانکو لیدو ارمان مو هم نه پوره کېده، یا دا چې په ازاد ډول د اوداسه اوبه پیدا کړو".

شهزاده خان وايي: "تر خوشي کېدو وروسته د خپلو انګورو کروندې ته ورغلم، له بده مرغه نژدې پنځه زده د انکور تاقونه وچ شوي وو".

۹۰ بندیان

"زما په غیاب کې زما زامنو هېڅ پام نه ورته کاوه، رښتیا مې احساس کړه، چې زه یو بندي او له هرڅه محروم شوی وم".

که څه هم پر خوشي شویو بندیانو هېڅ جرم نه دی ثابت شوی، خو ځینې یې وايي چې لاهم ډېر کله د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا ځورول کېږي، او له یاغیانو سره د شک په سترګه ورته کتل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ګوانتانامو زندن تړلو په پلوۍ څو ځلې لاریونونه شوي دي.

د ګوانتانامو ځینې خوشي شوي بندیان د امریکا په بمباريو کې وژل شوي، ځینې بېرته نیول شوي او افغانستان کې د "تخریبي کړنو په تور" بندیان شوي.

د دغه برخلیک د مخنیوي په موخه په ۲۰۱۲ کال ۹۰ بندیان سره راټول شول او د "د ګوانتانامو مخکنیو افغان بندیانو ټولنه" یې جوړه کړه.

د دغې ټولنې مشر حاجي روح الله وکیل وايي: "دلته د دې لپاره سره راغونډ شوي یو، چې د یو او بل ملاتړ وکړو او له خپلو حقونو دفاع وکړو".

"کابل کې مو له افغان ولسمشر حامد کرزي او د ناټو او امریکايي ځواکونو له قومندانانو سره وکتل، خپلې ستونزې مو ورسره شریکې کړې او ډاډ مو ورکړ چې موږ هېڅ ډول خطر او ګواښ نه رامنځ ته کوو".

د طالبانو یوه بندي ځوان خپلې مور ته دغه ترانه ویلې ده چې: "د کیوبا جیل کې بندیوان یم، نه مې تصویر شته، نه مې د ورځې شته خوبونه ادې! د دریاب منځ کې یو توکړه ده، دغه د کیوبا جزیره ده".

دغه افغان ځوان په ګوانتانامو زندان کې ستونزې په ترانه کې راخیستې دي، او له ګوانتانامو زندان نه خپلې مور ته خیالي خط لیکي او هیله نه لري چې خپله مور دې بیا په ژوند وګوري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حاجي روح الله وکیل یوه دفاعي ډله لري.

لاهم ګوانتانامو زندان کې ۱۵۵ بندیان ساتل کېږي، خو په لومړي سر کې نژدې ۸۰۰ بندیان په کې زنداني شوي وو.

د ګوانتانامو زندان د چارو څارونکی امیرالبحر ریچرډ باتلر وايي "دلته هغه بندیان راوړل شوي، چې د جګړې په ډګر کې نیول شوي دي".

دی زیاتوي چې "موږ د بندیانو د ساتلو او یا هم بې ګناه ښوولو واک نه لرو، دا پرېکړه باید زموږ مشرتابه وکړي".

حاجي غالب چې کله له خپلې کورنۍ سره یوځای شو، له دندې هم ګوښه شوی و، او کابل کې یې کورنۍ په یوه ساړه ځای کې اوسېده:

"دوو امریکایانو راته وویل چې امریکايي حکومت زندان کې ستا د پنځو کالو بند په اړه بښنه غوښتې، اوس ته بې ګناه یې. ما ورته وویل، له زړه څخه بښنه نه شم درته کولی".

ورته مطالب