پوهنې وزارت یوولس زره مسلکي ښوونکي ګوماري

  • 28 فبروري 2014 - 09 کب 1392
Image copyright AFP
Image caption فاروق وردګ ټینګار کوي، چې تر یوه کال پورې به ښوونځي ته د تللو وړتیا لرونکی یو ماشوم هم له ښوونځي پاتې نه شي، او د اوس په پرتله به د ښوونځیو کیفیت هم لوړ شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د راتلونکي ښوونیز کال لپاره په هېواد کې یوولس زره نوي مسلکي ښوونکي پر دندو ګوماري.

په دغه ازموینه کې، چې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې پر یوه ورځ وشوه، نژدې دېرش زرو ځوانو مېرمنو او زلمیانو ګډون درلود.

په نورستان او دایکنډي ولایتونو کې د یخې هوا له کبله ازموینه وانه خیستل شوه. ویل کېږي، چې په ځینو ولایتونو کې زیاتره ښځینه داوطلبه ښوونکې وې.

د افغانستان د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د کابل ښار د ازموینې یوه مرکز ته ورغلی و، چې وايي له دغو کسانو به یوازې یوولس زره کسان وګومارل شي، چې هدف یې د مسلکي ښوونکو زیاتول او د کیفیت لوړول دي:

''همدا نن د ښوونکو د یوه ورځنۍ سیالۍ له لارې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې یوولس زره وړ ښوونکي په دندو ګومارل کېږي''.

ښاغلي وردګ وویل، چې د ازموینې ورکوونکو د زده کړې کچه تر څوارلس تولګي ښکته نه ده، چې وايي د دغو ښوونکو په ګومارلو به د هېواد په کچه د مسلکي ښوونکو شمېر اویا زرو ته ورسېږي.

کمزوری جذب

خو لکه څرنګه چې لیدل کېږي، د مسلکي ښوونکو اړتیا ته په پام سره، د پوهنې وزارت د جذب بهیر ډېر کمزوری دی.

د بېلګې په توګه، د کابل د پوهنې رییس محمد سعید منصور وايي، اوسمهال د دغه ښار ښوونځیو کې ۲۴۰۰ مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده، چې په وینا یې ډېر لږ مسلکي ښوونکي به وګومارل شي:

''د ښاري پوهنې ریاست تر۲۴۰۰ ډېرو ښوونکو ته اړتیا لرله، چې له بده مرغه موږ ته ۸۷ بستونه راکړل شول. خو بیا هم موږ له چارواکو غواړو چې د ښاري معارف اړتیاوې په پام کې ونیسي او ستونزې یې حل کړي''.

د پوهنې وزارت وايي د لاډېرو ښوونکو د جذبولو تر عُهدې نه شي وتلی. د ازموینې ځینې ګډون کوونکي هم وايي د پوهنې وزارت د کمزوري جذب له کبله د بریالیتوب ډېره هیله نه کوي:

''نوم مې فتانه ده، پوښتنې اسانه دي، خو دوی وايي چې پوره نومرې به سل وي، او کامیابي هم په همدې وي، چې له دوو زرو کسانو ایله شپیته کسان جذبوي، جذب یې ډېر کم دی''.

Image copyright AFP
Image caption د افغانستان زیاترو ښوونځیو کې مسلکي ښوونکي نه شته.

د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په روان کال کې د ښوونکو له روزنیزو حکومتي مرکزونو ۲۲ زره کسان فارغ شوي، خو د بې کارۍ د ډېرېدو له کبله شاید ډېره لږه برخه یې د خپلې خوښې دندې وموندلی شيي.

پر همدې مهال، د پوهنې وزیر وايي، د نوي ښوونیز کال په پیلېدو به نژدې یونیم میلیون نوي ماشومان ښوونځیو ته شامل شي. خو د ښوونې او روزنې برخه کې د سلګونه میلیون ډالرو په لګولو سره، ښاغلی وردګ مني چې لاهم د هېواد ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري:

''شپاړس زره او شپږ سوه ښوونځي لرو، چې سږ کال له خیره اوولس زرو ته رسېږي، خو پنځوس سلنه یې خوندي تعلیمي چاپېریال لري، پنځوس فیصده نور یې یا په کرايي کورنو کې دي، یا په کېږدیو او سیوري کې دي یا هم په باغونو کې سبق وايي''.

فاروق وردګ ټینګار کوي، چې تر یوه کال پورې به ښوونځي ته د تللو وړتیا لرونکی یو ماشوم هم له ښوونځي پاتې نه شي، او د اوس په پرتله به د ښوونځیو کیفیت هم لوړ شي.

ورته مطالب