اروزګان ښځو ریاست: د امن کورونه نشته

د انځور حقوق
Image caption د ارزګان چارواکي پدې ولایت کې د ښځو د حالت په اړه اندېښمن دي

د سویلي ولایت روزګان ښځو چارو ریاست وايي، په دغه ولایت کې د امن کورونو د نشتوالي له کبله له کورونو وتلې ښځې په شخصي توګه د ملکانو او نورو په کورونو کې ساتل کیږي.

د دوی په وینا هلته له راز راز ناوړه کړنو سره مخامخېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو سیمیز دفتر هم د دې خبرې پخلی کړی.

خو ولایتي چارواکي وايي د دې چارې لپاره دومره بودیجه هم نه لري چې یو کور په کرایه ونیسي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وايي چې سږ کال یې په هاغه ولایت کې د ښځو نژدې ۸۰ پيښې ثبت شوي چې ډیری یې د تاوتریخوالي او نورو لاملونو له کبله د ښځو د تېښتې پېښې دي.

لکه چې مصطفی سالک په خپل رپوټ کې کاږي، د چارواکو په وینا هغه شمېر ښځې چې د کورني تاو تریخوالي او نورو لاملونو له امله له کورونو تښتي او د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته مخه کوي، د ساتنې لپاره یې په دغه ولایت کې امن کورونه نشته.

د یاد شوي بنسټ مشره رڼا سمیع وايي چې له کورونو دغه راوتلې ښځې د ملکانو او نورو په شخصي کورونو کې ساتلې کېږي چې په وینا یې هلته پرې درانه کارونه کېږي او خوندي ژوند نه لري.

اغلې سمیع وايي:"يوه ورځ مې یوه خور ولیده چې لاسونه یې را وښوول، باور وکړئ وینې ترې څڅیدې، زما په لېدو يې وژړل ،ورته ومې ويل پر لاسونو دې څه شوي دي،ویل یې دا دومره ورځې چې په شخصي کورونو کې وم، یوازې فرشونه مې مينځل، پردې مې مینځلې پنبه مې ټکوله ،د دې پر ځای چې حقونه مې خوندي شي داسې راسره وشول."

د رڼا سمیع په باور دا يوه ستونزه ده چې دغه ښځې په شخصي کورونو کې خوندي نه دي، په ولسوالیو کې دغه راز ښځې د کلي د ملکانو او سپین ږیرو په کورونو کې ساتلې کېږي.

په اروزګان کې د افغانستان د بشر د حقونو د سیمه ییز دفتر مشر عبدالغفار ستانکزی وايي، دغه راز ښځو ته داسې خوندي مېشت ځایونه په کار دي چې له جنسي تېریو ،وژنو او نورو ستونزو يې بشپړې خوندي کړي.

ښاغلي ستانکزي وویل چې حکومت په دې وروستیو کې دغه ډول ښځو ته د یوې ښځینه پولیسې کور په کرایه ونیو خو په وینا یې هلته خوندي نه وي چې په پایله کې یې يوه ښځه تېښتې ته اړه شوه.

د اروزګان د ولایت مقام د سکتوري چارو ریس عبدالرحمن دا ستونزې مني خو وايي دومره بودیجه نه لري چې دغو ښځو ته یو امن کور په کرایه ونیسي.

د اروزګان د ښځو چارو ریاست وايي چې سږکال یې د ښځو ۸۰ پېښې ثبت کړې دي چې ډیرې یې له کورونو د تیښتې پېښې دي.

کورنی زور زیاتی، په بدو کې ورکول، په ماشومتوب کې ودول او نور د ښځو د تېښتې ستر لاملونه بلل کېږي.

د ښځو د خوندیتابه ګڼ شمېر ټولنې امن کورونه په تېره لسيزه کې د حکومت یوه لاس ته راوړنه بولي.

خو یو شمېر ولسي خلک انګېري چې ګواکې دغه اسانتیا ښځې له کورونو تیښتې ته هڅوي او وايي بیا یې دوسیې هم د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا په ځنډ سره ارزول کېږي.

ورته مطالب