کرزی: د هېڅ کاندید په ګټه نه تېرېږم

قیوم کرزی د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی کرزي جرګه والو ته وویل، چې د جرګې د پریکړې له مخې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته دوام ورکوي او چا په ګټه نه تیریږي.

د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزی وايي، په ټاکنو کې هیڅ کاندید ته له خپلې کاندیداتورۍ نه تیریږي.

نوموړي دغه اعلان هغې جرګې ته وکړ، چې له تیرې یوې اوونۍ راهیسې یې په کابل کې د زلمي رسول او قیوم کرزي ترمنځ په ټاکنو کې د جوړ جاړي لپاره منځګړتوب کاوه.

مخکې د دغې جرګې ځینو غړو ویلي وو، چې ښايي قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تیر شي خو اوس د دواړو کاندیدانو دیو ځای کیدو هڅې بې پایلې شوې.

ښاغلی کرزي جرګه والو ته وویل، چې د جرګې د پریکړې له مخې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته دوام ورکوي او چا په ګټه نه تیریږي.

په همدې حال کې هغه جرګه وال چې د قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ یې د یو ځای کیدو هڅه کوله وايي، زلمي رسول د دوی غونډو ته نه حا ضریده او ځکه د دغو دواړو کاندیدانو ترمنځ جوړ جاړی بې پایلې شوو.

د جرګې غړي وايي، اوس هڅه کوي نور کاندیدان یو بل ته له خپلې نوماندې لاس په سر کړي.

ورته مطالب