افغان مېرمنې: ټولې غاړې جګړه بس کړئ

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption افغان مېرمنې د جګړې له ټولو غاړو د جګړې بندول غواړي

یو شمیر افغان ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت په ګډون د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې نورې نو خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.

ښځو دا خبرې د خپل هغه بهیر په پای کې کولې چې د (سولې او اوربند لپاره د افغان ښځو کمپاین) نومیده.

دغه بهیر چې نژدې ۲ میاشتې وخت يې واخست.تر ۲۰۰ زرو ډيرو افغان ښځو د یاد شوي شعار د عملي کیدو په موخه لاسلیکونه کړي دي.

لکه چې مصطفی سالک کابله لیکي، په هغه سالون کې چې دغه غونډه په کې جوړه شوې وه،پر لسګونه متره اوږد پلاستیک د افغانستان د بیلو ولایتونو د زرګونو ښځو لاسلیکونه تر سترګو کیدل.

د کمپاین تر سره کونکو ادعا کوله چې ګواکې تر ۲ سوو زرو ډیرو افغان ښځو يې د سولې او اوربند د کمپاین ملاتړ کړی دی.

ښځو په خپل دغه خوځښت سره په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې وسلې پر ځکمه کېږدي او د خبرو اترو له لارې شته شخړه هواره کړي.

ګلالۍ نور ساپۍ د افغانستان د سولې د سترې شورا غړې او د دغه کمپاین يوه فعاله وایي، "ښځې جنګ نه غواړي او خپل غږ د جګړې ټولو خواوو ته رسوي. هیله ده چې د جګړې غاړې د خپلو خویندو غږ واوري او د سولې په لاره کې هلې ځلې وکړي."

د مېرمنو د دغه بهیر موخې تر افغانستان بهر هم وې.

افغان ښځو د پاکستان له خلکو هم وغوښتل چې پر خپلو سیاسي او پوځي مشرانو د فشار له لارې هغوی وهڅوي، چې د دواړو هېوادونو د سوکالۍ په موخه د سولې را وستلو پلوي وکړي.

په پام کې ده چې د دغې غونډې پرېکړه لیک افغان ولسمشر حامد کرزي او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته هم واستول شي.

ورته مطالب