کابل کتاب پلورونکي: هټۍ پرانېزو خو مالیه نه ورکوو

Image caption کابل کتاب پلورونکي وایي په کتاب پلور دې یې مالیه نه لګېږي.

د کابل ښار هغه شمېر کتاب پلورونکو بیرته خپل پلورنځي پرانستل چې پرې د مالیې راتللو له کبله يې د یوې اوونۍ لپاره تړلي وو.

کتاب پلورونکو دا ګام تر هغې وروسته واخیست چې د يوه لاریون په پایله کې اطلاعات او کلتور وزارت ډاډ ورکړ، چې ستونزه به یې د افغانستان په وزیرانو شورا کې را پورته کړي.

خو د مالیې وزارت بي بي سي ته ویلي، د کوچنیو سوداګریو په لړ کې کتاب پلورونکي هم اړ دي چې ټاکلې مالیه ورکړي.

لکه چې مصطفی سالک له کابله په خپل راپور کې کاږي، يوه اوونۍ کېده چې د کابل ښار په زړه کې یو شمېر کتاب پلورونکو خپلې هټۍ د افغانستان د مالیې وزارت پر هغې پریکړې د اعتراض په توګه تړلې وې چې دغه کتاب پلورونکي یې پر خپلو پلورنځیو د مالیې لګول بولي.

هټیوالو د افغانستان تر اطلاعات او کلتور وزارت پورې لاریون وکړ.

يوه لاریوني د خپل لاریون موخه په دې ټکو سره څرګنده کړه: "یوه اوونۍ کېږي چې د مالیې وزارت مو کتاب پلورنځی تړلي دي. په نوره نړۍ کې د کتاب پلورلو مالیه څوک نه ورکوي، موږ هم دا نشو منلی چې په ځانګړې توګه د دیني کتابونو مالیه ورکړو. دا په قانون کې هم نه شته چې موږ مالیه ورکړو."

د لاریون په پای کې کتاب پلورونکو د اطلاعات او کلتور وزارت له اداري مرستیال غلام نبي فراهي سره خبرې وکړې.

نوموړي ډاډ ورکړ چې له مالیې وزارت سره يې خبرې وکړې او دا ستونزه به د هواري په موخه د افغانستان په وزیرانو شورا کې راپورته کړي.

په کابل کې د خپرندویانو او کتاب پلورونکو د ټولنې مشر احمد عازم وویل، تر دې ډاډګیرنې وروسته یې هټۍ بیرته پرانستې،خو خبردارې یې ورکړ که ستونزه يې هواره نه شي، د کابل د لاریون لمنه به ولایتونو ته هم وغځوي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبالقادر جیلاني وویل چې ګواکې دوی د کتاب پلورونکو له لاریونه نه دي خبر، خو ویې ويل چې د اساسي قانون په رڼا کې باید کتاب پلورونکي هم مالیه ورکړي او کنه نو له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ښاغلي جیلاني څرګنده نه کړه چې پر کتاب پلورونکو يې کومه کچه مالیه لګولې ده.

دا لومړی ځل دې چې په افغانستان کې د کتابونو پر هټیو مالیه لګول کېږي.

ورته مطالب