د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون مثبتې پایلې

Image caption افغان چارواکی وایي اوس د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي رپوټونه ور رسېږي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون د پلي کېدو په اړه په خپل لومړي راپور کې وايي، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې په ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا څلورنیم زره قضیې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو وزارت دغه قانون د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د رپوټ له مخې، د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په کابل، هرات، تخار، بلخ او کاپیسا کې ثبت شوې دي.

لکه چې ګلستان شینواری له کابله کاږي، د افغانستان د ښځو چارو وزارت په وینا، دغه رپوټ یې د لویې څارنوالۍ، سترې محکمې او کورنیو چارو وزارت په همکارۍ چمتو کړی دی.

د رپوټ له مخې، له نورستان او پکتیکا پرته د هېواد په نورو ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۰۵ قضیې ثبت شوې دي.

په یادو شویو دوو ولایتونو کې د دا ډول قضیو د نه ثبتېدا لامل ناامني او مواصلاتي ستونزې بلل شوې دي.

له دې ډلې ډېرې قضیې په کابل، هرات، تخار، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې، چې د ټولو ثبت شویو قضیو تر نیمايي زیاته برخه جوړوي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي په دغو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د قضیو د ثبتېدا ډېروالی د وګړو د شمېر او د ښځو د پوهاوي لوړه کچه بولي.

"یو خو دا چې دلته د وګړو شمېر زیات دی. بله دا چې دلته د خلکو د پوهاوي کچه لوړه ده. دا جوته خبره ده، چې فرهنګي عناصر او د ټولنې د پوهاوي د کچې لوړوالی د تاوتریخوالي د قضیو په اړه رپوټ ورکولو کې ډېر اغېزناک توکي دي. د بېلګې په توګه په هغو ولایتونو کې چې ژوند یو څه قبیلوي دی، هلته هم د تاوتریخوالي پېښې کېږي چې په اړه یې نه راپور ورکول کېږي، نه ثبتېږي او نه تعقیبېږي، کېدای شي هلته یوه ښځه ووژل شي، خو موږ ته یې رپوټ نه راکول کېږي."

چارواکي وايي، د ثبت شویو قضیو له ډلې د شاوخوا پنځه نوي سلنې پایلې یې د یاد شوي قانون له مخې جوتې شوې دي.

د مالومو قضیو له ډلې ۴۱ سلنه یې د منځګړیتوب او کابو یوولس سلنه یې د قضايي ادارو لخوا حل شوې او ۴۷ سلنه یې تر کار لاندې دي.

د ښځو چارو وزارت په خبره، د ټولو ثبت شویو قضیو له ډلې شاوخوا ۲۵ سلنه یې داسې دي، چې د یاد شوي قانون له مخې تاوتریخوالی نه ګڼل کېږي.

د تاوتریخوالي په ډېرو قضیو کې وهل ټکول شامل دي، چې د ټولو پېښو ۴۰ سلنه جوړوي.

په نورو ډولونو کې یې وژنې، په زور ودونه، ګواښنه، سپکې سپورې او د نفقې نه ورکول شامل دي.

د قضايي اورګانونو لخوا ۵۱۸ قضیې فیصله شوې، چې ځینو تورنو کسانو ته یې سزا اعلان شوې او ځینې یې بیا بې ګنا بلل شوې دي.

د محکمو لخوا په دې اړه اورول شویو سختو سزاګانو کې د اعدام ۱۰ قضیې هم شاملې دي، چې ۲۰ کسان پکې تورن دي.

Image caption افغان دینی مشر عبدالمومن وایي د اسلام په نوم له ښځو سره تاو تریخوالی نا سم دی

د سترې محکمې د قضايي تفتیش مشر امرالله ابدالي په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې وویل، په دوی کې د اعدام د دریو قضیو حکم نهايي شوی دی، چې شپږ کسان پکې ښکېل دي.

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پر بنسټ، یو شمېر کسانو ته مجازات ورکړل شوي دي. په دې ډله کې په لسو ولایتونو کې د اعدام لس قضیې دي، چې شل کسان پکې شامل دي. په دوی کې د اعدام درې قضیې د سترې محکمې لخوا نهايي شوې، چې شپږ کسان پکې شامل دي. د څوارلسو نورو کسانو دوسیې تر کار لاندې دي."

د اعدام د دغو لسو قضیو له ډلې یې څلور په کونړ، دوه په هرات او یوه یوه په بلخ، غزني، جوزجان او کندهار کې ثبت شوي، چې ښکېل کسان یې د مېرمنو په وژنو تورن دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له مخې، باید د هېواد ټول ولایتونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسونونه ولري، چې اوسمهال دا ډول کمېسونونه په دوه دېرشو ولایتونو کې جوړ شوي او د دندو لایحې یې هم جوړې شوې دي.

د ښځو چارو وزارت دغه کمېسونونه او په ټوله کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په لار کې یو ستر ګام بولي.

دغه وزارت همداراز د افغان حکومت پر اړوندو ادارو غږ کوي، چې د دغه قانون په پلي کولو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

ورته مطالب