جعلي لست د طالبانو ۱۲ بندیان خوشي کړل

د انځور حقوق
Image caption په تېره جنورۍ میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي دفتر وویل، د امریکايي ځواکونو له خوا بګرام کې ګڼ بندي شوي افغانان باید خوشي شي.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار له زندانه وسله والو طالبانو د خپلو زنداني شويو ملګرو د خوشي کولو په لړۍ کې د يوه جعلي ليست په جوړولو سره ١٢ تنه خوشي کړي دي.

که څه هم دغه پېښه تېره اوونۍ د (سې شنبې) په ورځ شوې ده، خو رسنیو ته یې اوس اوس سر کړی دی.

وسله والو مخالفينو په وار – وار پر دغه زندان د بريدونو هڅې کړې او يا يې هم په تکتيکي ډول د خپلو ملګرو د خوشي کولو هڅې کړې دي.

خو وروستۍ هڅه د يوه جعلي ليست جوړولو په وسيله د خپلو ١٢ ملګرو خوشي کول حيرانوونکي دي.

دغه تښتېدلې ډله د مولوي منيب په نوم وه، چې څه موده مخکې د ملي امنيت له لوري نيول شوې وه او امنيتي ارګانونو يوه لويه لاسته راړونه ياده کړه، چې د محبـس د رژيم د مدير عبدالباقي په مرسته د جعلي ليست په مرسته خوشي سوي او خپله تښتېدلي دي.

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چې د ملي امنيت د څارنوالي په نوم دغه ليست په جعلي توګه د کندهار لوى محبـس ته لېږلى سوى وو، چې ګواکي د يادو کسانو د بند موده پوره شوې ده.

بېرته نیول

هغه زياته کړه، چې په ليست کې ٢٨ کسان شامل وه، چې ١٦ تنو د بند موده يې پوره شوې وه، خو ١٢ تنه نور بيا پرې ور اضافه شوي، چې د مخالفينو په تور نيول شوي وه، له ډلې يې دوه تنه بېرته نيول شوي دي.

د کندهار د استیناف محکمې چارواکي وايي، چې دغه کسان پرته له دې، چې په قضايي ناسته کې يې د خوشي کولو پرېکړه صادره شي، خوشي شوي او په دې برخه کې د محبـس پر مسؤولينو نيوکه کوي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې څېړنې لپاره يې د امنيتي او قضايي ارګانونو ګډ پلاوى ټاکلى، چې اصلي معلومات به يې وروسته په ډاګه شي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي دفتر وویل، د امریکايي ځواکونو له خوا بګرام کې ګڼ بندي شوي افغانان باید خوشي شي.

واشنګټن د طالب بندیانو پر خوشي کولو اندېښنه ښوولې وه، او دغه کسان یې "خطرناک مجرمین" بللي وو.

خو افغان چارواکو ویلي وو، چې په دوی کې پر هېڅ یوه هم د لګېدلو تورونو په تړاو جرمونه نه دي ثابت شوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۱ اپرېل په وروستیو کې د کندهار له زندانه سلګونه طالب بندیان تښتېډلي وو.

د تېر ۲۰۱۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې کله چې افغان حکومت ته د بګرام زندان د سمبالښت چارې سپارل شوې، له دغه زندانه سلګونه بندیان خوشي شوي دي.

د ۲۰۱۱ اپرېل په وروستیو کې د کندهار له زندانه سلګونه طالب بندیان تښتېډلي وو.

د کندهار له مرکزي زندان څخه د یوه کیندل شوي تونل له لارې سلګونه طالب بندیان هغه مهال وتښتېدل، چې له بهره یې دغه توندل ورایستلی و.

د کندهار والي وویل له دغه زندان څخه ۴۷۵ طالب بندیان تښتېدلي، چې یو یې جنايي او نور ټول سیاسي بندیان ول. توریالي ویسا وویل ټول تښتېدلي بندیان په بایومیټریک کې ثبت ول.

ورته مطالب