ننګرهار کې د تښتول شو خلکو نامعلوم برخلیک

Image caption وسله والو طالبان تر دې دمه ددغو خلکو دنيولو او نه نيولو په اړه خپل دريځ نه دى روښانه کړى .

تېره اونۍ شاوخوا څلویښت کسان هغه وخت د وسله والو له خوا وتښتول شول چې د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ له لارې تورخم په لور روان ول.

د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ د هغو شاوخوا څلویښتو تښتول شو ولسي وګړو برخلیک لا نه دی معلوم شوی.

وسله والو طالبانو د دوی په اړه لا څه نه دي ویلي. خو د سیمې خلکو یوه جرګه وسله والو سره د خبرو لپاره ورلیږلې ده.

جلال اباد کې زموږ همکار ببرک میاخیل وایي، دغه کسان د تورخم په لور روان وو چې د لالپورې په اړونده سیمه کې وسله والو له موټرو نه کوز کړل، او یو تن یې په هغه ورځ وواژه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند وایي، د (جنود خراسان) په نوم یوې وسله والې ډلې دوی یې د پاکستان پولې ته نژدې درینه اوپرچاو په نوم یوې سیمې ته بیولي، او له دولت سره د همکارۍ په تړاو یې نیولي، خو لا تر اوسه د یرغمل کوونکو سره مخامخ خبرې نه دي شوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اړونده امینتي ادارو ته دنده سپارل شوی چې د دی وګړو د را خوشې کیدو په اړه هلې ځلې وکړي.

همدارنګه د دی اونۍ په پیل کې د کندهار د غورک ولسوالۍ نه هم یولس ولسې وګړي له دولت سره د مرستې په تړاو تښتول شوي دي .

غورک، د کندهار ښار شمال ته په سل کېلومتري کې پرته ولسوالي ده، چې د کندهار د ناامنو ولسواليو خاکرېز او ميوند تر څنګ د هلمند له سنګين او د اروزګان له دهراود ولسواليو سره پوله لري.

ورته مطالب