هرات کې د انټرنیټي جعلي پتو د جوړوونکو د موندلو هڅې

د انځور حقوق Getty
Image caption یوه لسيزه مخکې په افغانستان کې یوازې ۱۰۰ کسانو انټرنیټ ته لاس رسی درلود خو دا شمېر دوو میلیونو او ۴۰۰ سوو زرو ته رسېږي.

هرات څارنوالي وايي د کورنیو او بهرنیو امنیتي او کشفي بنسټونو په مرسته ېې د هغو انټرنیټي ادرسونو د څښتانونو د موندلو هڅې پېل کړي، چې په خواله رسنیو کې له جعلي پتو د ولایتي شورا او ولسمشرۍ په نوماندانو بې ځایه تورونه لګوي.

هرات څارنوالۍ تر هغې وروسته دا ګام پورته کړ چې د ولایتي شورا يو شمېر ښځینه نوماندانو ورته شکایتونه وکړل.

له کابله مصطفی سالک په خپل رپوټ کې وايي چې د خواله رسنیو په افغانستان کې خلک په کور دننه او بهر کې د پخوا په پرتله ډېر نژدې کړي دي.

خو اړوند کار پوهان یې زیان دا بولي چې لا هم په دغه هېواد کې دا اسانتیا نشته چې د زیان اړونکو جعلي آدرسونو څښتنان پیدا کړي.

له دغه راز آدرسونو یو شمېر يې پر نورو خلکو راز راز تورونه لګوي.

دا چاره پخوا هم تر سره کېده خو دا چې اوس یې د هرات څانوالۍ پام وراړولی لامل يې دا دی چې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر ښځینه نوماندانو په دې اړه شکایت پاڼې وروسپارلي او ادعا يې کړې چې ګواکې خواله رسنیو کې پرې داسې تورونه لګول شوي، چې ټولنیز انځور يې خړ پړوي.

د هرات څارنوالۍ مشره ماریا بشير وايي اوس یې د کورنیو او بهرنیو کشفي او امنیتي بنسټونو په مرسته د دغه راز جعلي پتو د کارونکو د موندلو هڅه پېل کړې ده.

نوموړې وايي چې په دې برخه کې یو شمېر بهرني بنسټونه چې کشفي او امنیتي څانګې لري مرسته ورسره کوي.

د ماریا بشیر په وینا د ملي امنیت ریاست په دې برخه کې داسې ځانګړې څانګه هم لري، چې د پيژندپاڼو، سیم کارتونونو، د ټېلېفون د پرله پسې شمېرو او د جعلي انټرنیټي سرچینو د پیژندلو او موندلو وړتیا لري.

د هرات څارنوالۍ مشره وايي انټرنیټ په افغانستان کې اوږده مخینه نه لري همدا لامل دی چې د انټرنیټي جرمونو ضد قانون هم نشته.

هغې د افغانستان د لويې څارنوالۍ له عالي شورا وغوښتل چې ژر تر ژره د دغه قانون مسوده چمتو کړي.

په افغانستان کې د انټرنیټ د زیان اړونکې کارونې بیلګې پخوا هم لیدل شوي، خو د ټاکنیزو هڅو په پیل سره دا چاره په بې ساري ډول ډېره شوې ده.

د رپوټونو له مخې یوه لسيزه مخکې په افغانستان کې یوازې ۱۰۰ کسانو انټرنیټ ته لاس رسی درلود.

خو د افغانستان د مخابراتو وزارت اوس وايي چې دا شمېر دوو میلیونو او ۴۰۰ سوو زرو ته رسېږي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ نۍ د وروستي رپوټ له مخې له دغه شمېر نه ۷۵۰ زره کسان فېسبوک کاروي چې ځوانان او سیاسي څېرې هم په کې شته.

ورته مطالب