افغانستان کې د ولایتي شوراګانو کمپاینونه پیل شول

  • 4 مارچ 2014 - 13 کب 1392
د انځور حقوق AFP
Image caption ولایتي شوراګانو ته ۳۰۸ مېرمنو هم ځانونه کاندید کړي دي.

په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ او ولایتونو شوراګانو ټاکنو ته ایله یوه میاشت پاتې ده، د کب پر دیارلسمه د ولایتي شوراګانو رسمي کمپاینونه پیل شول.

ولایتي شوراګانو ته افغانستان کې ټول ټال ۲۷۱۳ کسان کاندید شوي، چې ۴۵۰ به ترې ټاکل کېږي.

په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي وري پر شپاړسمه وشي.

ولایتي شوراګانو ته ۳۰۸ مېرمنو هم ځانونه کاندید کړي دي.

د افغاسنتان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي "دا سیالي ده، هرڅوک چې په کې بریالی شي، باید نور کسان درناوی ورته وکړي‎".

ولایتي شوراګانې

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ولایتي شوراګانې د حکومتي اهدافو د پوره کولو او ولایتي چارو د لا ښه سمبالښت لپاره جوړېږي.

د ولایتي شوراګانو غړي د هر ولایت د وګړو شمېر ته په کتلو ټاکل کېږي، چې د دغو شوراګانو شل سلنه غړي یې ښځې دي.

د قانون له مخې، هغه کسان چې عمرونه یې ۲۵ وي، د افغانستان تابعیت ولري، په ولایتي شورا کې غړیتوب لرلی شي.

هر کاندید باید له ۲۰۰ تر ۶۰۰ پورې د رای ورکوونکو کارتونه او یا هم د هغوی د ګوتو ټاپې ټاکنیز کمیسیون ته وسپاري.

د ولایتي شوراګانو نوماندان کمیسیون ته د نوملیکنې لپاره شل زره افغانۍ ورکوي.

ورته مطالب