'راتلونکی حکومت به انتقالي عدالت عملي کوي'

  • 4 مارچ 2014 - 13 کب 1392
Image copyright
Image caption د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اجرایيوي مشر وایي، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د دې لامل شو چې دغه کمیسیون خپل ټول پروګرامونه په سمه توګه عملي نه شي کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د راتلونکي حکومت په جوړېدو به انتقالي عدالت په جدي ډول عملي کړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته په نژدې کیدو سره، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هیله مندي ښيي چې د انتقالي عدالت د پرګرامونو په عملي کولو سره به خپل ښه شریک پیدا کړي.

کابل کې زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ پخپل راپور کې کاږي، د دې کمیسیون اجرايیوي مشر موسی محمودي، په کابل کې د څلورکلنو ستراتژیکو پرګرامونو د څېړنو پرمهال راته وویل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د انتقالي عدالت د پروګرامونو عملي کول ددغه کمیسیون له لومړیتوبونو څخه وي.

''کمیسیون هم په تېرو څلورو کلونو او پخپل راتلونکي ستراتیژيک پروګرام کې د انتقالي عدالت موضوع د بشري حقونو او انتقالي عدالت پربنسټ د یوې تلپاتې سولې راتلو او هدف لپاره د یوه بهیر په توګه ګټه اخلي. او په تېر کې د رامنځ ته شویو پېښو ارزونې ته ژمن دی، چې په دې اړه اساسي کارونه وشي''.

افغان ځواکونو ته د بشپړو امنیتي چارو سپارل او د روان ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندېښمن کړی دی.

ښاغلی محمودي وايي، پر امنیتي چارو د افغان ځواکونو تر بشپړ بري موندلو پورې کېدای شي د بشري حقونو وضعیت لڼدمهال بدلون ومومي.

''شاید د بهرنیو ځواکونو په وتلو یا افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي دندې په بشپړېدو سره دا د لنډمهالي انتقالي عدالت وضعیت راشي، چې د حکومت له توان او د امنیتي ځواکونو له وس سره تړاو ولري''.

ښاغلی محمودي وايي، چې د راتلونکو څلورو کلونو ستراتیژيک پروګرام چمتو کولو کې یې ټولې هغه اندېښنې او احتمالونه په پام کې نیولي، چې په عملي کولو کې یې له لویو ستونزو سره مخامخ نه شي.

د دې کمیسیون اوسنی څلورکلن پلان د ۱۳۹۲ کال تر پایه پورې جوړ شوی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اجرایيوي مشر وایي، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د دې لامل شو چې دغه کمیسیون خپل ټول پروګرامونه په سمه توګه عملي نه شي کړي.

ورته مطالب