کابل چاپ ورځپاڼې، د کب ۱۴مه

Image caption ولايتي شورا ته شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ځانونه نومولي، چې ۴۵۰ به يې دغو شوراګانو ته لار ومومي

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (چهارشنبه د کب ۱۴مه) که څه هم د ولایتي شورا ګانو د ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو پیل او وروسره د پرون ورځې موضوع یعني د القاعده او لویدیز سره د اړیکو د خړ پړتیا په اړه د ولسمشر حامد کرزي څرګنذدونې څېړلې دي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ او ولایتونو شوراګانو ټاکنو ته د ایله یوې میاشتې په پاتې کېدو سره پرون د کب پر دیارلسمه نېټه . د ولایتي شوراګانو رسمي کمپاینونه هم پیل شول، ولایتي شوراګانو ته له ټول افغانستان څخه ۲۷۱۳ کسان کاندید شوي، چې ۴۵۰ به ترې ټاکل کېږي.

افغانستان ورځپاڼه نن په خپله سرمقاله کې په داسې حال کې چې د ولایتي شورا ګانو د ټاکنو لپاره د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل څخه خبرې کوي پدې اند ده چې ټاکنیزې منډې ترړې په غیر مطمینه سیاسي فضا کې ترسره کېږي او د ورځپاڼې له نظره تر دې دمه لا هم ډېر خلک د 1393 کال د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه شک او تردید لري.

یاده ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان خلک غواړي چې د تېرو دوولسو کلونو هغه سیاسي بهیر چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په لاره غورځېدلې دوام ومومي ، هغه بهیر چې د ورځپاڼې په کرښو پکې عدالت، پراخوالۍ او له تبعیض پرته د ټولو هېواد والو ګډون پکې له هرډول تبعیض او امتیاز پرته په رسمیت وپيژندل شي.

د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال پدې اند دی چې د یاد بهیر د ګواښولو لپاره هڅې پيل شوي دي چې کېدای شي دا بهیر ټکنی کړي،خو نشي کولای هغه په بشپړه توګه ودروي، ځکه د ورځپاڼې په کرښوخلکو خپله پرېکړه کړې ده او خپله لاره یې پيدا کړې ده.

چراغ ورځپاڼه بیا په هېواد کې د یوې بلې ټاکنېزې سیالۍ له پیل څخه خبرې کوي، دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې د ولایتی شورا ګانو د نوماندانو له خوا د کمپاینونو دپیل خبر ورکوي، د هغه قانوني شرایطو څېړنه هم کوي چې د ولایتي شورا او ولسي جرګې لپاره د ټاکنو نوماندان یې باید پوره کړي.

دغه ورځپاڼه وړاندې بیا د ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د نالوسته نوماندانو ګډون او وروسته بیا دهغوی بري ته کتنه کوي خو پدې اند ده چې داځل د ټاکنو کمیسیون له خوا د نوماندانو د تعلیمي اسنادو چاڼ به لدې سره مرسته وکړي چې ولایتۍ شوراګانو ته به لوستي او پوه نوماندان لاره ومومي.

چراغ ورځپاڼه همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ځيني کار کونکي تورنوي چې د ولایتي شورا ګانو له ځینو نوماندانو سره یوځای په جعل کاریو او بې نظمیو کې لاس لري او د ورځپاڼې په کرښو باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دا ډول کارکونکي وپېژ ندل شي او عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

سرنوشت ورځپاڼه هم د ولايتي شوراګانوکانديدان؛ ټاکنيزې سيالۍ،ستونزې او ننګونې څېړي او پدې اند ده چې تر اوسه پورې د ولسمشرۍ د نوماندانوکمپاين تر ډېره بريده ښه روان دى، خو د ورځپاڼې په کرښو په ولايتونو کې کمپاين تر ډېره بريده پيکه ښکاري.

ورځپاڼه وړاندې هېله څرګندوي چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د کمپاين ترپيل وروسته، چې په ترڅ کې به یې هغوى به په خپل ولايت کې له خلکو سره ناسته ولاړه کوي او خپل پيغام به ور رسوي، اټکل کېږيږي چې پر ولايتونو به د ولسمشرۍ د کانديدانو تمرکز هم زيات شي.

سرنوشت همدا رنګه هیله څرګندوي چې له ټولو ستونزو سره د ولايتي شورا کانديدان د تېر په پرتله ښه کمپاين وکړي او هڅه وکړي چې په قانوني او سمو لارو د خلکو رايې خپلې کړي او د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونوکميسيونونو ته هم په کار ده چې جدي څارنه وکړي او پرې نږدې چې کانديدان له اصولو او قوانينو سرغړونه وکړي.

د اطلاعات روز یا د ورځنیو اطلاعاتو ورځپاڼه بیا د ولایتي شورا ګانو لپاره د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل د یادونې تر څنګ د ولایتي شورا ونډه او نقش څېړي او لیکي چې که څه هم ولایتي شورا ګانې د نوماندۍ او دهغې د کرسۍ د ترلاسه کولو لپاره ډېر مینه وال لري ، خو په عمل کې تر دې دمه ولایتي شورا ګانو د ورځپاڼې په کرښو د ویلو لپاره جدي خبره نده درلودلې.

دغه ورځپاڼه لیکي چې ددې شورا ګانو د تېرو دورو تجربو ته په پاملرنې سره او هغه محدودیتونو ته په پاملرنې سره چې د ولایتي شورا ګانو د غړیو په صلاحیتونو کې را منځ ته شوی دی، داسې ښکاروي چې د ولایتي شورا ګانو ددې دورې نوماندان په حکومت دارۍ کې د ګډون یا د بیارغونې لپاره سره سیالي نه کوي، بلکې د ورځپاڼې په کرښو ددوی ددې دورې سیالۍ تر ډېره بریده د نوم او پیسو د ګټلو لپاره سره سیالي کوي.

Image caption د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندانو کمپاينونه د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې پای ته رسېږي

د اطلاعات روزورځپاڼه پدې اند ده چې په ولایتونو کې د حکومتدارۍ د کچې د ښه کولو اود ولایتي ادارو د کړنو د څارنې او د امتیازاتو په ویش اوپه پرېکړو کې ولس ته د ونډې ورکولو لپاره باید د ولایتي شورا ګانو صلاحیتونه ډېر کړای شي.

ماندګار ورځپاڼه بیا د ولسمشرۍ د نوماندانو په پروګرامونو او کړنلارو کې د اقتصادي پروګرام پر نه شتون ګوت نیونه کوي او لیکي چې افغان حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې ونه شوای کولای د نړیوالې ټولنې د پریمانه مرستو سره سره د ملي اقتصاد په نامه کوم څه ولس ته ور وپيژني.

یاده ورځپاڼه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له هغوی سره د افغانستان د اقتصاد د خرابیدو اټکل ته په پاملرنې سره باید د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماندان ، د شعارونو د ورکړې او شنو اوسرو باغونو د شنه کولو پرځای ،د هېواد د اقتصادي ستونزو د تدریجي حل لپاره د یوه علمي او عملي پروګرام جوړولو ته پاملرنه وکړي.

او په پای کې ویسا ورځپاڼه بیا له واشنګتن پوست ورځپاڼې سره د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ لانجمنې مرکې ته په پاملرنې سره د هغه څرګندونې پر حقایقو ولاړ احساسات ګڼي.

یاده ورځپاڼه د ولسمشر پرهغه څرګندونو چې ویلي یې و القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده او دا چې امریکا په افغانستان کې یوازې د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي ، احساساتي څرګندونې دي، ګوت نیونه کړې ده او لیکلي یې دي چې دا څرګندونې که احساساتي وي هم نو پر حقایقو ولاړ احساسات دي. پای

ورته مطالب