ټاکنې: د برتانیا د سفير ريچارډ سټګ مقاله

Image caption موږ به له هېڅ نوماند نه ملاتړ ونه کړو او موږ د خپلې خوښې هېڅ نوماند نه لرو

د سفير په توګه زما يوه دنده دا ده چې د برتانيا خلکو ته د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې تېريږي، توضيحات ورکړم. د برتانيا د خلکو او افغانانو لپاره راتلونکې ټاکنې يوه توده موضوع ده.

په کابل کې د نوماندانو تصويرونه او د دوی تلوېزیوني مناظرې په افغانستان کې د ټاکنو پر مهال د دموکراسۍ ښکارندوی دي چې بېلګې يې ما په برتانيا او هندوستان کې لېدلي دي. بايد يادونه وکړم چې لس کاله وړاندې افغانانو آن د خپل مشر د ټاکل حق نه درلود. دوی د داسې حکومتونو شاهدان و، چې د زور پر مټ پر دوی تحميل شوي وو، لکه د طالبانو او کمونستانو.

پوره يوه مياشت وروسته، هر افغان که هغه ښځه وي يا نر او يا هم د هرې سيمې او توکم وي د رايې ورکولو حق به ولري. هره رايه که هغه د يوه کروندګر او يا د يوه وزير وي يو ډول ارزښت به ولري.

ډېری خلک په دې پوهېږي چې چاته رايه ورکړي. ځينې نور په دې انتظار دي، چې پوه شي د ټاکنو نوماندان څه شی د ويلو لپاره لري، خو هېڅوک د انتخاباتو په پايلو نه پوهېږي. د دموکراسی اساس او نچوړ هم همدا دی.

يو شمېر اندېښمن دي، چې ښايي د رايې ورکولو حق ونه شي کارولای او ځينې هم وايي چې درغلي او مداخله به په کې وي. په اصل کې په ناامنو هېوادونو کې ټاکنې له ننګونو سره مخامخ وي. خو زما قوي اخيستنه دا ده چې د انتخاباتو د مسوولينو، حکومت او نړيوالې ټولنې په ګډون هغه کسان چې په دې ټاکنو کې ښکېل دي له تېرو هغو يې سبق اخيستی دی.

د انتخاباتو چمتووالی په ښه ډول روان دی. په دې اړه چې خلک وکړای شي په ډاډه ډول خپلې رايې وکاروي زياتې هڅې شوي دي. د رايې ورکولو له ۳،۵ ميليونه زيات نوي کارتونه وېشل شوي، چې يو پر دريمه برخه يې د ښځو دي. امنيتي ځواکونه او د ټاکنو مسوولين له يو بل سره له نژدې کار کوي چې د انتخاباتو په ورځ د رايې ورکولو د مرکزونو د پرانستل کېدو په اړه ډاډه شي.

دوی وايي چې د دغو مرکزونو لويه برخه به د رايې ورکولو په ورځ پرانستي وي. هغسې چې ولسمشر کرزي ويلي په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه د انتخاباتو د برياليتوب لپاره مهمه ګڼل کېږي.

د تېرو ټاکنو په توپير په دغو انتخاباتو کې د ټکۍ برګۍ کولو فرصت کم ترسترګو کېږي. د رايې ورکولو په نويو پاڼو کې درغلي ناشونې برېښي. دغه پاڼې په خوندي ځايونو کې ساتل شوي او هر ځل چې لېږدول کېږي د هغې څارنه کېږي. زرګونه خپلواک څارونکي به په درست افغانستان کې د رايې ورکولو مرکزونو ته استول کېږي.

بل مهم ټکی دا چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او د رسنيو کمېسميون غړو ژمنه کړې چې خپلې دندې به په صادقانه او سمه توګه ترسره کوي.

زيات کارونه چې بايد ترسره شي، پاتې دي، خو د تېرو ټاکنو په توپير دا انتخابات له زيات چمتووالي برخمن دي.

زه له هغو کسانو سره بشپړ موافق يم چې په دغه بهير کې مداخله نه کول د دغو انتخاباتو د برياليتوب لپاره مهمه اړتيا بولي. دولت دغه راز ژمنه کړې ده، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او له دولتي امکاناتو به د هېڅ نوماند په ګټه کار نه اخيستل کېږي. دا ډېره مهمه ده او هر افغان چې له ما سره ليدلي مصمم و چې حکومت په خپلو ويناوو عمل وکړي.

دا مهمه ده چې بهرنيان هم بايد تر خپل نفوذ او اغيز لاندې د ټاکنو د پايلو راوستو لپاره په دغه بهير کې له مداخلې ډډه وکړي. افغانانو د بهرنيو لاسونو د مداخلې له امله زياتې ستونزې ګاللي دي، نو ځکه زه په دې برخه کې د خلکو په اندېښنه پوهېږم.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا مهمه ده چې بهرنيان هم بايد تر خپل نفوذ او اغيز لاندې د ټاکنو د پايلو راوستو لپاره په دغه بهير کې له مداخلې ډډه وکړي

د برتانيا د رول په اړه کولای شم په خپل ټول صلاحيت ووايم، چې موږ به له هېڅ نوماند نه ملاتړ ونه کړو. موږ د خپلې خوښې هېڅ نوماند نه لرو. دا يوازې او يوازې د افغانانو پرېکړه ده چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يې څوک د هېواد مشري وکړي. دا د برتانیا یوازنۍ موخه ده.

مونږ د رایو د غوره سمبالښت په موخه ملګرو ملتونو له لارې د افغانو ټاکنیزو ادارو سره د ۳۰ ملیونه ډالرو نه زیاته مرسته کوو. مونږ د افغانو ادارو سره مرسته کوو تر څو دوی وکولای شي چې بې طرفه څارونکي په دندو وګماري چې د درغلۍ نه مخنیوی وکړي، د ټاکنو او اړونده موضوعاتو په هکله د خلکو معلومات اضافه کړي.

موږ ولایتي شورا ته د ولاړو افغانانو ښځو سره د دوی د ستونزو د هواري په موخه مرسته کوو او د آیساف په چوکاټ کې زموږ سرتیري چمتو دي چې ولایتونو ته د ټاکنو اړوند موادو د انتقال په موخه مرستې وکړي که چېري افغان چارواکي ترې غوښتنه وکړي. زمونږ هدف د افغانانو چمتو کول دي تر څو خپل غږ پورته کړي. موږ د هیڅ کوم کمپاین او یا هم د نوماند نه ملاتړ نه کوو.

راتلونکې ټاکنې تاریخي بڼه لري. دا اول ځل دی یو افغان ولسمشر د اساسي قانون سره سم په خپله خوښه د واک نه ګوښه کیږي او خلکو ته وخت ورکول کیږي ترڅو د خپلې خوښې ولسمشر وټاکي چې لس کاله مخکې دا کار شونی نه ښکارېده. زه په ټاکنو کې دخیلو ټولو کسانو ته بریالیتوب غواړم.

ورته مطالب