پکتیاوال: چارواکي دې ټاکنو کې لاسوهنې نه کوي

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسون مسوولين هم دا مني چې دولتي چارواکي نشي کولی چې پخپله او يا هم له دولتي وسايلو د يو نوماند په ګټه کمپيان وکړي.

د افغانستان سوېل ختيځ پکتیا ولایت اوسېدونکو په یوه غونډه کې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون وغوښتل، چې حکومتي چارواکي دې په ښکاره په ټاکنو کې لاسوهنې نه کوي.

د پکتيا اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کميسیون وغوښتل چې دولتي چارواکي دي په ښکاره ډول له نوماندانو څخه ملاتړ نه کوي او له حکومتي امکاناتو دې په انتخاباتي منډو ترړو کې استفاده نه کوي.

د يوې غونډې په ترڅ کې چې د بيړنيو مرستو او پراختيا موسسي له لوري د ټاکنو د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه.

ځوانانو او مېرمنو غوښتنه وکړه چې يو شمېر دولتي چارواکي دې له نوماندانو په ښکاره ډول ملاتړ نه کوي.

دوی وايي په داسې حال کې به په ټاکنو کې د درغليو لپاره پراخه زمينه برابره شي چې د يو نوماند په ګټه کار وکړي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که دولتي چارواکي غواړي چې له نوماندانو ملاتړ وکړي نو لومړی دې د قانون له مخې استعفا وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤولين هم دا مني چې دولتي چارواکي نشي کولی چې پخپله او يا هم له دولتي وسايلو د يو نوماند په ګټه کمپيان وکړي.

د پکتيا اوسيدونکي په داسې حال کې شکايت کوي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اسلامي ګوند شوراګانو ترڅنګ د پکتيا والي جمعه خان همدرد چې د دې ولايت فعال والي دی له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.

او په همدې غونډه کې د پکتيا والي وياند روح الله سمون ويندويي کوله چې يو شمېر پکتياوال يې را پارولي چې د ټاکنو کميسیون مسؤولينو ته يې د شکايت په توګه ياده کړه.

ورته مطالب