قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تېر شو

Image caption د قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ له پخوا خبرې اترې روانې وې

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم اند عبدالقیوم کرزی د بل نوم اند زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.

تر دی مخکې هم ځینې قومي مشرانو هڅه کړې وه چې دغه دوه کاندادان سره یو ځای کړي، خو ښاغلي کرزي ویلي و، نه غواړي له بل چا ملاتړ وکړي.

په همدې وخت کې ځینو کاندیدانو ویلي چې د زلمي رسول او قیوم کرزي له یو ځای کېدو هېڅ اندېښمن نه دي او هغوی به لا هم خپلو کمپاینونو ته دوام ورکړي. لکه چې په کابل کې د بي بي سي

وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې کاږي، د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزي د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوم اند زلمي رسول ته له خپلې نوماندۍ تېر شو او له هغه یې ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي کرزي د خبریالانو او د دواړو نوم اندانو د سلګونو پلویانو په وړاندې وویل، وروسته له دې چې د ۲۸ ولایتونو د استازو سره یې خبرې وکړې نو ويې منله چې باید د هېواد د ښېګڼې لپاره له زلمي رسوله ملاتړ وکړي ځکه هېواد دا مهال قربانۍ ته اړتیا لري.

ولسمشر کرزي ځو ځله ویلي و، له یوه نومانده هم پلوي نه کوي خو د زلمي رسول د کمپاین یوه غړي بي بي سي ته وویل هیله من دی چې په دې توګه به یوه غښتلې ټلواله را منځ ته شي.

ښاغلي کرزي وویل د حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، زورواکۍ او د مافیا په له منځه وړولو کې له ښاغلي رسول سره همغږ دی.

د قیوم کرزي د کمپاین د چارو مسول امین الله حبیبی بی بی سی ته وویل"د دواړو نوماندانو یو ځای کېدل په دې معنی دي چې راتلونکو ټاکنو ته یوه قوي ډله جوړوي."

د زلمي رسول د کمپاین یوه بل غړي بي بي سي ته وویل، ښايي د ښاغلي‎ کرزي رایې په پښتون مېشتو سیمو کې ډېرې زیاتې وي.

د هغه په وینا زلمي رسول دا ور سره منلې که ولسمشر شو، نو د ښاغلي کرزي ډېر پرګرامونه به په خپل حکومت کې کاروي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر قومي مشران په دې موخه را ټول شوي وو، چې عبدالقیوم کرزی، زلمی رسول، ګل آغا شېرزی او نادر نعیمي له یو بل نه خپل ملاتړ اعلان کړي خو نوم اندانو ویلي وو چې خپلو کمپاینو ته به دوام ورکړي او د یو بل په ګټه به له خپلې نوم اندۍ تېر نه شي.

عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ هغه نوماند دی چې وايي د دوو کاندیدانو له یو ځای کېدو هېڅ خواشینی نه دی.

د ولسمشرۍ نوم اندانو د ټاکنیزو هلو ځلو په څلورمه اونۍ کې یو شمېر نوم اندانو خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي.

نن د افغانستان په شمال، بدخشان او کندوز کې اشرف غني احمدزي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړه او د هغوی د ملاتړ د خپلولو لپاره یې دغو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

د عبد رب الرسول سیاف او قطب الدین هلال پلویانو هم په کابل کې غونډې لرلې او له دغو نوم اندانو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی خپلو پلویانو ته د خپلو پروګرامونو او د هغو د پلي کولو په تړاو ژمنې وکړې.

د ټاکنو د وخت د را رسېدو سره داسې ګونګوسې هم زیاتېږي چې ښايي ډیری کاندیدان له یو بله ملاتړ وکړي.

وړاندې تر دې دوو نورو نوم اندانو، ګل آغا شېرزي او هدایت امین ارسلا اېتلاف کړی وو، خو پرته له قیوم کرزي کوم بل نوم اند لا تر اوسه د چا په ګټه له خپلې نوم اندۍ نه دی تېر شوی.

ورته مطالب