د خوست پوهنې ریاست:د ولسوالیو ‌زده کونکي نه منو

Image caption د خوست ځینې اوسېدونکي له پوهنې ریاسته غواړي چې خپل ښوونځي پراخ کړي.

په خوست کې د پوهنې ریاست ویلي دي،چې دوی په ښار کې د ولسوالیو ‌زده کونکي نه شي منلی.

د یاد شوي بنسټ مشر بخت نور بختیار د دې چارې لامل دا په ګوته کړی چې ګواکې په مرکز کې د ډیرو زده کوونکو د جذبولو لپاره اړینې اسانتیاوې نه لري.

خوست پوهنې ریاست تر هغې وروسته دا څرګندونې کړې، چې يو شمېر خوستیانو ویلي غواړي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي، خو پوهنې ریاست ور سره په دې برخه کې مرسته نه کوي.

افغانستان ته د نوي ښوونیز کال د را رسېدو په درشل کې خو ستوال د نیوکې په توګه وايي چې پوهنې ریاست یې د دې پر ځای چې په اړونده برخه کې د ولس پوهاوی لوړ کړي او کورنۍ د خپلو ماشومانو زده کړو ته وهڅوي، په مرکز کې خلکو ته وايي چې تاسې له ولسوالیو راغلي یاست.

دوی وایي، هملته مو ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ، دلته ورته اسانتیا نه لرو.

د خوست ځینې اوسېدونکي له پوهنې ریاسته غواړي چې خپل ښوونځي پراخ کړي.

د خوست ولايت پوهنې ریس بخت نور بختیار هم مني چې دوی د ولسوالیو زده کونکي نه شي منلی ځکه چې په وینا يې ځای ورته نه لري.

د خوست ولایت د پوهنې ریس اوسنۍ څرګندونې له هغې وینا سره په ټکر کې دي چې تر دې مخکې یې په پرلپسې ډول کولې.

نوموړي ویلي و، د ښار او ولسوالیو تر منځ هېڅ توپیر نشته او څوک چې خپل ماشومان چېرې هم په ښوونځیو کې شاملوي، شامل دې یې کړي.

خوست کې په پرتلیز ډول ښوونځي امن دي او د تړل کېدو بېلګه یې نه ده تر سترګو شوې خو سيمه ییز خلک وايي چې د ولسوالیو د ښوونځیو کیفیت د ښار د ښوونځیو په پرتله ډیر ټیټ دی ځکه په ښار کې د زده کړو لېوال دي.

په خوست کې د زده کونکو شمېر شاوخوا درې سوه زره ښوول کېږي چې شاوخوا څلور سوو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

خو په ټوله کې د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱۰ نیم میلونه زده کونکي په ۱۶ زره او شپږ سوه ښوونځیو کې د دوه سوه او ۱۰ زره ښوونکو له خوا زده کړه مومي.

ورته مطالب