ختیځ کې چاودنو ولسوال او ۶ سرتېري وژلي

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه د دواړو چاودنو پړه چا نه ده منلې، خو پړه یې معمولاً د حکومت پر وسله والو مخالفانو اچول کېږي.

د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د نازیانو ولسوال وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د شنبې په ورځ (کب ۱۷) شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار کې شوې ده.

د جلال اباد د یوه روغتون ډاکټر نجیب الله کامه وال بي بي سي ته وویل، دوی ته د یوه کس مړی او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

ماین د ولسوال پر موټل پورې نښلول شوی او بیا چاودلی دی.

د جلال اباد د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چاودنه کې د نازیانو ولسوال نور اغا کامران وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.

نور ټپیان عام وګړي دي.

طالبانو د دې چاودنې پړه منلې ډه او دا یې یوه 'تاکتیکي' چاودنه بللې ده.

بل خوا، د جلال اباد څنګلوري لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې شپږ افغان سرتېري وژل شوي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، په وژل شویو کې څلور د ملي اردو سرتېري، یو سیمه ییز پولیس او یو ملي پولیس دی.

په ټپیانو کې یو سیمه ییز او بل ملي پولیس دی.

سرحدي ځواک وايي، کله چې پولیسو د سړک غاړې د خښ کړای شوي ماین د شنډولو هڅه کوله، ماین پرې وچاودېد.

ورته مطالب