اروزګان دیني عالمان: ښځې دې ټاکنو کې رایه ورکړي

Image caption اروزګان کې کم شمېر ښځو د رایه ورکولو کارتونه اخیستي دي

د افغانستان په سویلي ولایت اروزګان کې ديني علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي دي، ښځه هم د یوه نارینه په څېر حق لري د خپلو حقونو د خوندیتابه په موخه په ټاکنو کې هغه چاته رایه ورکړي چې ورته غوره بریښي، خو وايي د اسلامي کلتور په رڼا کې.

په یاد شوي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر بیا ویلي، هم د اسلام او افغاني کلتور په رڼا کې یې ښځو ته د رایې اچونې د کارتونو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.

خو نوموړی وایې بیا هم په اروزګان کې یوازې ۲۵۰۰۰ ښځو د ټاکنو کارتونه اخیستي دي.

لکه چې مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، ښايي لا هم په لریو پرتو سیمو کې د یو شمېر خلکو فکر په دې لومه کې نښتی وي چې د دین او دود له مخې به په ټاکنو کې د ښځو ګډون څه حکم ولري؟

د سویلي ولایت اروزګان ګڼو علماوو په يوه خوله دې پوښتنې ته د ځواب پر مهال ویلي دي، چې يوه ښځه هم د نارینه په څېر بشپړ حق لري، چې د خپلو حقونو د بشپړ خوندیتابه په موخه هغه چاته رایه ورکړي چې ورته غوره بریښي.

مولوي حمدالله وویل که ښځې د اسلام په چوکاټ کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي، دا یې حق دی او اسلام هم دا حق ورکړی دی.

خو د اروزګان دیني پوهانو ټینګار کاوه چې ښځې باید د اسلام له غوښتونو سره سمې یانې په پرده او د ښځینه کارکونکو د شتوالي په حالت کې رایې ورکړي.

په یاد شوي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر عبدالحمید شریفي ځواب ورته دا و، چې ښځو ته يې د رایې اچونې د کارتونو د اخیستلو په موخه ښځينه ځایونه پرانستي.

هغه دیني عالمانو ته ډاډ ورکړ چې ښځې به د ټاکنو پر ورځ هم د ښځينه کارکونکو او ښځينه امنیتي ځواکونو د شتوالي په حالت کې رایې ورکوي.

"د ټاکنو خپلواک کمیسیون هر څه د افغانستان د وګړو د اسلامي او دودیز کلتور په رڼا کې په پام کې نیولي دي، کله چې يوه ښځه کارت اخیستل وغواړي موږ ورته ښځینه ځایونه لرو، څوک چې کارت ورکوي هغه هم ټولې ښځې دي، ان د ټاکنو پر ورځ هم ښځو، میندو او خویندو ته ښځینه ځایونه په پام کې نیول شوي چې کارکوړنکې یې ښځې دي، له امنیتي پلوه چې څوک تلاشي کوي، هغه به هم ښځینه پولیسې وي."

خو ښاغلي شریفي وویل، له دغو اسانتیاوو سره سره بیا هم په اروزګان کې د نورو ولایتونو په پرتله لږو ښځو په نوي پړاو کې د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي دي، چې شمېر یې ایله ۲۵۰۰۰ ښځو ته رسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې نوي پړاو کې په ټول هېواد کې درې اعشاریه پنځه میلیونه کسانو د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي، چې ۳۵ سلنه یې ښځې دي.

همدا راز ۲۷۰۰ کسانو ځانونه د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته نومولي دي چې له دې ټولګې ۳۰۰ تنه یې ښځې دي.

د اروزګان غونډه د ښځو د نړیوالې ورځې یانې د مارچ د اتمې په ویاړ جوړه شوې وه، چې موضوع یې اسلام او په ټاکنو کې د ښځو ونډه وه.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې د وري پر شپاړسمه نېټه تر سره شي.

ورته مطالب