قسيم فهیم د سې شنبې په ورځ کابل کې ښخېږي

قسیم فهیم د انځور حقوق
Image caption قسیم فهیم د اوسني نظام تر راتلو مخکې د شمالي ټلوالې له مشرتابه څخه و، چې په ۲۰۰۱ کال کې د دغې ټلوالې په هڅو د طالبانو حکومت ړنګ شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د مارشال فهیم د جنازې د کمیسیون غړي مخدوم رهین بي بي سي ته ویلي، د ښاغلي فهیم جنازه به په کابل کې خاورو ته وسپارله کېږي.

هغه زیاته کړه د سې شنبې په ورځ به عمومي رخصتي وي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د ۵۶ کلونو په عمر ومړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه مړینه اعلان کړې او وايي چې فهیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی.

د قسیم فهیم له مړینې سره سم، د هغه کور ته افغان ولسمشر حامد کرزی او ګڼ نور افغان چارواکي د غمشریکۍ لپاره ورغلي وو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د قسیم فهیم مړینه یوه ضایعه بللې، چې په وینا یې تر درو ورځو پورې به د فهیم پر مړینې ملي ماتم اعلانوي او د افغانستان ملي بیرغ به نیم ځوړند وي.

د فهیم ژوندلیک

د فهیم د مړینې ځای ته څېرمه زموږ همکار حفیظ الله معروف ورغلی او وايي، چې ګڼ موټر او خلک د ښاغلي فهیم د کور شاوخوا راغونډ شوي دي.

د کرزي د ویاند مرستیاله عادله راز هم پرخپله ټویټر پاڼه لیکي، چې ''په خواشينۍ سره خبر شوو، چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال قسیم فهیم د ناروغۍ له کبله ومړ''.

فهیم له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال پاتې شوی.

نوموړی د بن له تړون مخکې، د لنډمهالي حکومت د دفاع وزیر وټاکل شو، چې بیا په ۲۰۰۲ کا کې تر ۲۰۰۴ پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال و.

هغه د حامد کرزي په لومړۍ دوره کې یوڅه وخت د دفاع وزیر هم و.

د ۲۰۰۹ کال جولای کې قسیم فهیم د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال په شمالي کندوز ولایت کې مرګونی برید روغ رمټ وتلی و.

د مارشال فهیم د مړینې اوازه نژدې څلور کاله وړاندې یو ځل خپره شوې وه، چې ګني په جرمني کې د شکر ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو هغه وخت دا خبر ناسم ثابت شو.

ورته مطالب