داودزی: قسيم فهيم پر سې شنبې کابل کې ښخېږي

Image caption قسيم فهيم د ولسمشر کرزي په دوره کې يو ځل د دفاع وزير او په وروستيو کې لومړی مرستيال و

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د جنازې د ښخولو کمېسيون وايي چې د هغه مړی به په پلازمینه کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

محمود کوچی وايي، تر دې وړاندې ویل شوی و چې د نوموړي جنازه به د هغه په پلرنۍ هدیره پنجشیر کې خاورو ته سپارل کیږي.

د مارشال فهیم په جنازه کې به د دولتي چارواکو تر څنګ یو شمیر بهرني میلمانه هم برخه واخلي.

افغان حکومت د هغه لپاره درې ورځینی ویر اعلان کړی.

که څه هم چې د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د جنازې د ښخولو ځای ځایګی د پنجشیر ولایت ښوول شوی و، خو اوس دوی پخوانۍ پریکړه بیرته اخیستې او وايي چې د هغه مړی به په بلازمینه کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د دغه کمیسون مشر محمد عمر داودزي په یوه خبری ناسته کې وویل چې دغه پریکړه یې د نوموړي د کورنۍ د غړو په خوښه کړې.

ښاغلي داودزي دا هم وویل چې د جنازې مراسم به په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر سره کیږي او وروسته به د بادام باغ په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلي داودزي وویل چې په دغو مراسمو کې به د مارشال فهیم د خپلو خپلوانو تر څنګ یو شمیر دولتی چارواکي، په کابل کې د ۵۰ هیوادونو سفیران هم برخه واخلي.

د هغه په وینا د ګاونډیو هیوادونو او امریکې سفارت ویلي چې د دوی یو شمیر چارواکی به د ښاغلي فهیم په جنازه کې برخه واخلي.

د کورنیو چارو وزیر دارنګه وویل چې د هغه دعا به د عیدګاه په جومات کې واخیستل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم د ۵۶ کالو په عمر پرون د ورپیښې ناروغۍ له امله پخپل کور کې ومړ.

افغان دولت د محمد قسيم فهیم د مړینې له امله درې ورځنی ویر اعلان کړی او په دغو ورځو کې به د افغانستان جنډه په ټولو ادارو او سیاسي استازوليو په دفترونو کې نیم ځوړنده وي.

ورته مطالب