نوى ښوونيز کال او زړې ننگونې

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان چارواکي وايي شاوخوا لس ميليونه ماشومان اوس ښوونځيو ته ځي

د کابل په گډون د افغانستان د سړو سيمو ښوونيز کال په همدې شپو ورځو کې پيلېدونکى دى.

دا کال هم لکه د تېرو هغو پر داسې يوه مهال رارسېږي، چې لسگونه ښوونځي هماغسې تړلي پاتې دي، د ښوونځي د عمر درې ميليونه کوچنيان د زده کړو امکان نه لري، د افغانستان له دريو څخه په دوه برخې ولسواليو کې يوه ښوونکې هم نشته، ځينې ولايتونه اصلآ د دولسم ټولگې فارغې نجونې نه لري چې پوهنتون ته يې واستوي.

د نوي تعلمي کال په پلمه د ښوونې او روزنې پر زړو ننگونو او پر دې غږېږو چې ولې په دې حالت کې بدلون نه راځي او له ډېرو ځپل شويو سيمو سره څه ډول مرسته په کار ده.

د سه شنبې پر ماښام ستاسې نظر ته په خپرونه کې سترگې پر لاره يو.

زنگ راووهئ:

00442074360919

او يا مو ليکلې نظر راته په فيسبوک کې پرېږدئ.

ورته مطالب