افغان حکومت: د طالبانو گواښ تبليغاتي جگړه ده

د انځور حقوق bbc
Image caption امنيت د کېدونکو ټاکنو په وړاندې تر ټولو ستره ننگونه بلل کېږي

افغان حکومت د وسله والو طالبانو هغه گواښ بي ارزښته بللى چې وايي، خپلو وسله والو ته يې د راتلونکو ټاکنو د گډوډولو لارښوونه کړې.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل د ټاکنو د امنيت ټينگولو لپاره بشپړ تيارى شوى او څه د پاسه ٤٠٠٠٠٠ ځواکونه پر دندې گومارل شوي دي.

د طالبانو د يوۀ وياند له لوري په را استول شوې وينا پاڼه کې افغانانو ته خبردارى ورکړل شوى چې ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.

طالبانو ويلي علماو ته يې لارښوونه کړې خلک وپوهوي چې د دوى په وينا دا ټاکنې د امريکايانو يوه دسيسه ده.

طالبانو وړاندې هم د ټاکنو د گډوډولو گواښونه کړي خو دا ځل د رايو د مرکزونو په نښه کول په کې نوې خبره ده.

خو ښاغلى صديقي وايي " دا د طالبانو د تبليغاتي جگړې يوه برخه ده، او خلک نور له دغه راز اعلاميو نه ډارېږي."

د طالبانو دا غبرگون په داسې مهال کې مخې ته راځي چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته څه د پاسه درې اوونۍ پاتې دي.

امنيت د کېدونکو ټاکنو په وړاندې تر ټولو ستره ننگونه بلل کېږي.

چارواکو وار له مخه ويلي چې د رايې اچونې له ٦٧٧٥ مرکزونو څخه نژدې ٣٩٥ هغه يې له امنيتي گواښونو سره مخامخ دي.

په ٢٠٠٩ کال د ولسمشرۍ ټاکنې هم له جدي امنيتي ستونزو سره ملې وي او وسله والوطالبانو نوماندان ، د ټاکنو کارکوونکي او رايه اچوونکي په نښه کړي وو.

ورته مطالب