محمد قسیم فهیم کابل کې خاورو ته وسپارل شو

مهم ټکي

  • د ښاغلي فهیم د جنازې مراسم د سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ 'ارګ' کې ترسره شول.
  • په دې مراسمو کې د لوړپوړو افغان چارواکو ترڅنګ، د نژدې ۵۰ هېوادونو استازو هم ګډون درلود.
  • د افغانستان حکومت د ښاغلي فهیم د مړینې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی، چې په دې موده کې به د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.
  • محمد قسیم فهیم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د تحریک پرضد د شمالي ټلوالې د مخکني مشر احمد شاه مسعود تر وژل کېدا وروسته د هغه ځایناستی شو.
  • ښاغلی فهیم د بن له پرېکړو (۲۰۰۱) وروسته تر (۲۰۰۴) پورې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د دفاع وزیر و، بیا په ۲۰۰۹ کال کې تر مړینې پورې هم د ولسمشر لومړی مرستیال پاتې شو.
  • محمد قسیم فهیم یوه لانجمنه څېره وه، ځکه چې د نوي یمې لسیزې په لومړیو کې په کورنیو جګړو کې د هغه ښکېلتیا د ډېرو له نظره په جنګي جنایتونو کې ښکېلتیا ده.
  • مارشال فهیم د روان ۱۳۹۲ کال د کب پر ۱۸ – یکشنبې د ۵۷ کلونو په عمر د زړه د درېدو له کبله ومړ.

ژوندی خبري پوښښ

د خپرېدو نیټه 11 مارچ 2014 - 20 کب 1392

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي