د کندوز اشرف المدارس، نصاب او زده کړه

Image caption د اشرف المدارس مدرسې مشر مولوي عبدالخالق وايي ددغې مدرسې د جوړولو موخه د اسلام دین او تاریخ د بنسټ په اړه د نجونو پوهول دي.

د اشرف المدارس مدرسه پر کندوز سربېره په بغلان او تخار ولایتونو کې هم څانګې لري او ټاکل شوې چې د افغانستان نهو نورو ولایتونو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.

د ښځو د حقونو ځينې فعالان او د کندوز د مدني ټولنو غړي د دغې مدرسې فعالیتونه د ښځو د بنسټيزو حقونو او مدني خپلواکیو په وړاندې ګواښ بولي

په کندوز ولایت کې د یوې مدرسې له خوا د سخت دریځۍ مفکورې خپرولو اندېښنې راپارولي او د ځوانو مېرمنو ترمنځ د بنسټګرۍ د خپرولو کیسې له ځان سره لري.

د بي بي سي د یوه څېړنیز راپور پر بنسټ په دغې مدرسې کې له سیاست سره ګډې دیني زده کړې ورکول کیږي چې د افغانستان له دودونو او فرهنګ سره همغاړې نه دي.

د دغې مدرسې زده کوونکي، راډیو، تلویزیون، عکس اخیستل، د ښوونکي، مور، نوي کال او د زېږدنې ورځو لمانځل او په بهر کې د ښځو کار کول حرام ګڼي.

دغه زده کوونکي د ښوونکي، مور، ښځې او نوي کال ورځو له لمانځلو سره مخالف دي. د دوی په ودونو کې موسیقي غږول، عکسونو اخیستل، د زېږدنې ورځې کیک پرې کول او دې ورته نور شیان منع دي، او په ګڼو برخو کې د کفر فتوا ورکوي.

د دغې مدرسې بنسټ څلور کاله وړاندې په کندز کې د مولوي عبدالخالق له خوا کېښودل شو چې دا مهال شپږ زره نجونې زده کړې پکې کوي. او ورځ په ورځ یې د زده کوونکو شمېر ډېریږي. چې لا تر اوسه د پوهنې له وزارت سره ثبت شوې هم نه ده.

د اشرف المدارس مدرسې مشر مولوي عبدالخالق وايي ددغې مدرسې د جوړولو موخه د اسلام دین او تاریخ د بنسټ په اړه د نجونو پوهول دي:

((د مسلمانانو په کورنیو کې نجونې ډېر لږ له دینه خبرې دي، د اسلام دین په لومړیو کې مسلمانو نجونو ډېر دیني فعالیتونه کول، او آن په ځينو غزاګانو کې یې ونډه اخیسته. موږ مسلمانان له دا شان فعالیتونو وروسته پاتې وو، همدا لامل شو چې موږ د دیني زده کړو په برخه کې د همکارۍ تکل وکړ او غواړو د افغانستان مسلمانې نجونې او مېرمنې بیا د غیرت او زړورتیا هسک ډګر ته ورسیږي)).

د مدني فعالانو په باور د اشرف المدارس مدرسې د زده کوونکو انګېرنه له دین څخه سخته، کنګلینه او د پېژندل شوي اسلام پر خلاف ده.

د کندوز ولایت د نجونو د ښونځي، ښوونکې وژمه قادري وايي په ځینو برخو کې د زده کوونکو او ښوونکو تر منځ توپیرونه او اختلافونه رامنځ ته کیږي د بېلګې په توګه د ښوونکي ورځې د لمانځلو پر سر اختلاف تر اخ او ډبه رسیږي:

(( د مدرسې نجونې چې کله کوم ښوونکې یا زده کوونکې وویني چې لږ څه آزادې جامې یې پر تن وي یا یې هم ویښتان معلوم شي، مخامخ ورته دریږي او ورته وايي ته کافره شوې او یا دې ولې جامې تر زنګنو دي ولې تر بېډیو نه دي، ولې په لوړ غږ خاندې او یا هم ټوکې کوې؟ د ښوونکو په وړاندې ښه چلند نه کوي، په خواشینۍ سره چې ښوونکي هم څه نه شي ورته ویلای)).

له تېرې یوې لسیزې راهیسې په کندز ولایت کې په ټولنه، سیاست او نورو برخو کې د ښځو شتون څرګند او پراخ شوی دی. د اوو راډيوګانو څخه څلور یې ښځینه چلوي.

دغه مدرسه پر دایمي زده کوونکو سربېره د پنجشنبې او جمعې په ورځو د بېلابېلو کچو زرګونو مېرمنو او نجونو ته د دیني بیانیو په نوم هم زده کړې ورکوي. دغه مېرمنې او نجونې هم د مدرسې د نجونو په شان جامې اغوندي.

د کندوز د یوه خصوصي پوهنتون محصله زبېده په دې اړه وايي:

Image caption د اشرف المدارس مدرسې مشر مولوي عبدالخالق وايي ددغې مدرسې د جوړولو موخه د اسلام دین او تاریخ د بنسټ په اړه د نجونو پوهول دي.

((دوی دا هم وايي چې باید په ټولګي کې د ښوونکي او زده کوونکو تر منځ پرده ونیول شي او که ښوونکی خپل زده کوونکي ویني نو دا د ګناه لامل کیږي او کفر دی. که ښوونکی یو ځل هم د دوی خواته وګوري نو دوی ادارې ته ځي او شکایت کوي دوی وايي کله چې ښونکی له موږ څخه د درس پوښتنه کوي نو باید مخ یې د تختې خوا ته وي. دوی دا هم وايي چې باید ټول ښوونکي مو ښځینه وي چې په کندز کې دا کار ستونزمن دی. او له همدې کبله نجونې له لیک لوسته پاتې کیږي او نه شي کولای زده کړې وکړي)).

خو د دغې مدرسې مشر مولوي عبدالخالق وايي هغه کسان چې له دغې مدرسې سره مخالفت کوي، د بهرنیو سرچینو ملاتړ له ځان سره لري:

((هغه کسان چې مخالفت کوي د هغوی د مخالفت سرچینه ناپوهي او یا هم له نورو هغو هېوادونو اغېزمن دي چې غواړي په افغانستان کې هغه مسلې وده وکړي چې دیني نه دي. خو په ټوله کې د افغانستان خلک له دین سره مینه لري او حق منونکي دي)).

په کندر ولایت کې دېرش رسمي مدرسې هم فعالې دي چې چارې یې د پوهنې وزرات له خوا سمبالیږي. په دغو مدرسو کې مجموعأ اته زره زده کوونکي زده کړې کوي چې دوه زره یې نجونې دي.

د اشرف المدارس مدرسې زده کوونکي د دولتي مدرسو له زده کوونکو سره سخت مخالفت ښيي او په دې آند دي چې په دغو مدرسو کې د دین احکام په سمه توګه نه پلي کیږي.

شکیبا هاشمي د المؤمنات دولتي مدرسې چې پنځه سوه زده کوونکي پکې زده کړې کوي مشره ده:

(( هغه نجونې چې په دغې مدرسې کې زده کړې کوي مجلسونو ته نه ځي، په ودونو کې ګډون نه کوي، هغه کسان چې د دوی په ډله کې نه وي تګ راتګ او ملګرتیا نه ورسره کوي. که څوک ورسره بحث کوي نو سمدستي د کفر فتوا پرې کوي، عجیبې فتواګانې ورکوي)).

د اشرف المدارس مدرسې زده کوونکي له رسنیو سره له خبرو کولو او د مدرسې په اړه د هر راز معلوماتو له ورکړې منعه شوي، خو یوې زده کوونکې یې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله په خپل کور کې د بي بي سي له خبریال سره په خبرو کې د دغې مدرسې له موخو او دیني اړخونو دفاع کوله:

(( که یو چاکلیټ پوښ ونه لري، مچان پرې راټولیږي، خو که پوښ ولري ښه ساتنه یې کیږي. نو د ښځې لپاره حجاب داسې دی لکه د چاکلیټ لپاره پوښ. ښځه د یوه باغ په شان ده، چې که چاپېره یې دیوال نه وي، ګلان یې غلا کیږي، نو د ښځې حجاب د ساتونکي دیوال په شان دی. په افغانستان کې د بد اخلاقۍ، فحشاو او فساد د ننني ډېروالي لامل دا دی چې بې حجابي ډېره شوې ده)).

زیاتره دغه زده کوونکي پېښور ته کډه شوي وو او هملته لوی شوي دي. د اشرف المدارس درسې دغه زده کوونکې وايي مدرسې ته تر تګ مخکې یې د کندز په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې، خو مدرسې په هغې کې پراخ بدلونونه راوستي دي:

Image caption شکیبا هاشمي د المؤمنات دولتي مدرسې چې پنځه سوه زده کوونکي پکې زده کړې کوي مشره ده.

(( وړاندې ما هم لنډې او نغښتې جامې اغوستې، هغه جامې چې یوې مسلمانې مېرمنې ته نه ښايي. خو اوس پوه شوم او د اسلام له حقیقته خبره شوم او پوهېږم چې یوې مسلمانې نجلۍ ته نه ښايي چې په هر مجلس کې کښېني، خندا او ټوکې وکړي)).

په دغې مدرسې کې د زده کړو ورکولو او چلند له نورو توپیر لري ښوونکي د پردې له شا او یا هم له یوې غرفې درس ورکوي او زده کوونکي هم په بشپړه توګه حجاب لري. د مدرسې مسؤلانو د بي بي سي خبریال ته په ټولګي کې دننه د زده کوونکو د عکس اخیستلو اجازه ور نه کړه. او کله چې ټولګي ته ننوت نو استاد عبدالخالق د غرفې له شا له زده کوونکو وغوښتل چې له ټولګي ووځي:

خو د همدې مدرسې ښوونکي او بنسټ اېښودونکي مفتي سراج الدین له یوې نجلۍ سره چې د دغې مدرسې زده کوونکې وه واده کړی دی. ښاغلي سراج الدین مخکې هم واده کړی وو او شپږ اولادونه لري چې دا یې دویم واده دی.

د اصلي کیسې په اړه هیڅوک هم څه نه وايي خو د دغې مدرسې یوه مسؤل له مرکې بهر وویل د مفتي سراج الدین او دغې نجلۍ واده د دواړو خواوو او د نجلۍ د کورنۍ په خوښه ترسره شوی دی.

د کندوز ولایت یوه مخور او جهادي څېرې عطاالرحمن بابر د همدې کار پر وړاندې اعتراض کړی او خپله لور یې له دغې مدرسې ایستلې ده.

(( ما اعتراض وکړ او ورته ومې ویل چې تاسو تېروتنه کړې، هغه پلار چې خپله لور یې دلته رالېږلې پر تاسو یې باور کړی دی، ښوونکي خپل معنوي پلار بولي، نو څنګه کولای شي چې واده ورسره وکړي. هغوي په جرأت راته وویل ښوونکی هیڅکله هم پلار کېدای نه شي، د نجلۍ خوښه وه او د عمر توپیر هم مهم نه دی)).

ښاغلی بابر وايي دی او د کندز ځينې نور اوسیدونکي په دې آند وو چې لوڼې یې دینې زده کړې وکړي نو په دغې مدرسې کې یې شاملې کړې، د هغه په وینا زیاتره کسان په دې نه دي توانېدلي چې خپلې لوڼې له مدرسې بېرته وباسي:

((دوی ځینې وخت آن د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې لمانځل هم ردوي، د مور ورځ لمانځل نه مني، مدني ټولنې ردوي. موږ افغانانو کلونه کلونه دعا اخیستې خو دوی د فاتحې اخیستل ردوي، هیڅوک یې مخه هم نه شي نیولای، ځکه جومات او منبر د دوی په واک کې دی. که یوه ورځ د منبر پر سر پورته شي او د یو شمېر کسانو د کفر فتوا ورکړي نو موږ یې په وړاندې څه کولای شو؟))

ځینې وخت داسې هم لیدل شوي چې د اشرف المدارس مدرسې شاګردانو د دعا اخیستلو او یا هم د جنازې پر مهال د غمجنو کورنیو د غړو مخې ته دریدلي او ورته وايي که مو اوښکې تویې کړې نو کافر کیږئ. د دوی په ودونو کې هم دینې پوښتنې کیږي او د قرآن پاک تلاوت کیږي.

د کندز د مدني ټولنو د استازو په وینا د دغې مدرسې زده کوونکي د بلنې کارتونو تر شا لیکي (( له اسلامي شریعت سره واده))، موسیقي سندرې، نڅا او په محفل کې د ناوې او زوم یو ځای کېښناستل حرام ګڼي.

زبیده چې د دغې مدرسې د زده کوونکو په یوه واده کې یې ګډون کړی وو، خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

(( آن د رسټورانټ کارکوونکو ته یې اجازه نه ورکوله چې ډوډۍ وروړي، دوی ویل خپله مېرمنې باید په دې کار کې ونډه واخلي. او ښځو ته ډودۍ وروړي. د قرآنکریم تر تلاوت وروسته، ځینو کسانو ویناوې کولې او له نورو یې دیني پوښتنې کولې. موسیقي هیڅ نه وه. یواځې ناوې مو ولیده او زوم مو د ښځو د شتون او د هغوی د مخنیوي له کبله ونشو لیدای. ناوې هم ډېر عادي جامې پر تن کړې وې او داسې نه معلومېده لکه ناوې. دوی د شپې له خوا په محفلونو کې د ښځو له ګډون سره مخالفت لري. کیک او یا هم د عکسونو اخیستل په محفل کې نه وو)).

په کندز کې د تلویزیوني خپرونو د خپرولو یوه کیبلي شبکه هم شته، چې ددغې مدرسې او اصلاح ټولنې ښوونکي د واده د مراسمو په کډون د دیني موضوعاتو په اړه تبلیغ پکې کوي:

د مېرمن هاشمي په وینا د دغې مدرسې زده کوونکو ځینې وخت خپله هغه او د دولتي مدرسو نور شاګردان کافر بللي دي

(( زما د تره لورانې له ما سره ډېرې نژدې او صمیمې وې وروسته تر هغه چې په دغې مدرسې کې شاملې شوې زموږ له کورنۍ سره یې تګ راتګ کم شوی او آن نه یې کوي. دوی وايي تاسې کافر یاست او موږ مسلمانان. دوی وايي تاسو په ودونو کې ګډون کوئ ، موږ یې نه کوو، دوی موږ ته وايي هغه لمونځ چې تاسو کوئ سم نه دی او زموږ سم دی)).

د کندوز د المؤمنات دولتي مدرسې مشره شکیبا هاشمي چې خپله یې هم اسلامي زده کړې کړي د اسلام له نظره په ودونو کې د خوښیو د مخنیوي دلیل نه ویني:

((په اسلام کې د ښځو ترمنځ د خوښي کول حرام نه دي. د اسلام ستر پیغمبر فرمایيلي تاسو د خپلې نکاح غږ هومره په خوشحالۍ لوړ کړئ چې شاوخوا ټول خلک مو خبر شي.دلته د خوښۍ ټکی یاد شوی دی، خو دوی له دې نظر سره موافق نه دي)).

پر لویانو سربېره د اشرف المدارس په جامعې کې له لسو کلونو ټیټ عمره شاوخوا اته سوه زده کوونکي هم زده کړې کوي چې نژدې دوه سوه تنه یې نجونې دي.

د مدرسې ښوونکي د زده کوونکو په منځ کې له یوه لرګي یا خط کش سره ناست وي، ددغې مدرسې یو مسؤل عبدالروف وايي د دغې مدرسې نظم پوځي دی او هغه ماشومان چې بې نظمي کوي او یا هم سم لوست نه کوي د ښوونکو له خوا سرزنش کیږي.

ددغې مدرسې ښوونکی زین العابدین وايي د دوی په مدرسې کې پر عقدیتي او فقهي مضمونونو سربېره د سیاسي او اقتصادي مسلو په اړه هم زده کړې ورکول کیږي.

د کندز ښار په یوې څنډې کې د تخارستان مدرسې په نوم یوه پخوانۍ ودانۍ شته چې شاوخوا اتیا کاله مخکې جوړه شوې ده. چې اوی د اشرف المدارس مدرسې اصلي مرکز هم همدغه پخوانۍ ودانۍ ده.

د دغې مدرسې د مسؤلینو په باور د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې د اسلامي زده کړو برخه نیمګړې ده، نو له همدې کبله دوی په خپلې مدرسې کې هغه کتابونه کاروي چې په ګاونډيو هېوادونو ایران، پاکستان او یا ځینو عربي هېوادونو کې چاپ شوي دي. د مرګ منظره، د قبر عذاب او د جنت زیور هغه اصلي کتابونه دي چې د دغې مدرسې زده کوونکو ته یې زده کړې ورکول کیږي.

په کندز کې د دولتي ښوونځيو او مدرسو ښوونکي وايي د دغه راز کتابونو لوستل زده کوونکي له رواني ستونزو سره مخ کوي او له ژوند سره یې اړیکې پرې شوې دي.

Image caption خو د دغې مدرسې فعالیتونو مدني ټولنې اندېښمنې کړې دي. د مدني ټولنې غړې شهرزاد اکبر وايي که دغه مدرسې رسمي او قانوني نه شي او ښوونیز نصاب یې د پوهنې وزارت سره یو شان نه وي نو په دغه هېواد کې به د مصر تجربه تکرار شي

خو د کندز ولایت زیاتره اوسېدونکو لا هم د دې پوښتنې ځواب نه دی موندلی چې د اشرف المدارس مدرسه چې تر شپږ زرو ډېر زده کوونکي لري له کومه ځایه او څه ډول تمویلیږي؟

د دغې مدرسې یو بنسټ اېښودونکی مفتي سراج الدین د دغه راپور د جوړولو پر مهال ترکیې او عربي هېوادونو ته په سفر تللی وو. خو د دغې مدرسې یو بل مسؤول مولوي عبدالخالق وايي د دوی لګښتونه زده کوونکي د خپلو ګاڼو په پلورلو سره پوره کوي:

(( هغوی خپلې غوږولۍ، غاړه کۍ او نورې ګاڼې پلوري او له مدرسې سره مرسته کوي موږ د خپلې یوې مدرسې لپاره په شل زره ډالره ځمکه واخیسته او په دولس زره ډالره مو ودانۍ ورته جوړه کړه چې دا ټول لګښتونه همدغه فدا کارې نجونې ورکوي)).

د مولوي عبدالخالق په وینا د دغې مدرسې د زده کوونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی او په پام کې لري خپل تعلیمي نصاب او پروګرامونه د کابل په ګډون د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي:

(( له نهو ولایتونو علما راغلل او زموږ پروګرامونه یې وغوښتل چې په همدې ډول په خپلو ولایتونو کې مدرسې جوړې کړي. آن زموږ یوه زده کوونکې خور چې په کاناډا کې یې واده کړی وو، زنګ وهلی وو چې هلته یې مدرسه جوړه کړې او هلته پر مېشتو افغان کډوالو همدغه مضمونونه او پروګرامونه پر مخ بیايي)).

خو د دغې مدرسې فعالیتونو مدني ټولنې اندېښمنې کړې دي. د مدني ټولنې غړې شهرزاد اکبر وايي که دغه مدرسې رسمي او قانوني نه شي او ښوونیز نصاب یې د پوهنې وزارت سره یو شان نه وي نو په دغه هېواد کې به د مصر تجربه تکرار شي:

((دوی له یوې بهرنۍ اجنډا او د دین په اړه له یوه سخت دریځه ټولنې ته وړاندې کیږي او ورو ورو یو ټولنیز ځواک جوړوي چې د پرمختګ، بدلون، ښه والي، قانون منلو او دیموکراتیکو ارزښتونو مخالف وي.

Image caption د مدرسې مسؤلانو د بي بي سي خبریال ته په ټولګي کې دننه د زده کوونکو د عکس اخیستلو اجازه ور نه کړه.

نن سبا هغه کسان چې ترهګریز بریدونه ترسره کوي ګواکې په مدرسو کې روزل شوي دي، چې د ذهن مینځلو له یوه بهیره تیریږي. او بریدونو ته یې تیاروي)).

د افغانستان د پوهنې وزارت دا مني چې په کندز ولایت کې یو شمېر مدرسې د سخت دریځۍ په عامولو سره غواړي په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کړي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال وزیر محمد شفیق صمیم نه غوښتل د دغې مدرسې په اړه خبرې وکړي خو دا مني چې په کندز ولایت کې یو شمېر مدرسې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب خلاف فعالیتونه کوي.

د موضوع د لا روښانه کولو لپاره د پوهنې وزرات د خپرونو له مشر کبیر حقمل سره اړیکه ونیول شوه، خو هغه په کندز ولایت کې د دا شان مدرسې شتون ردوي. خو دا هم وايي چې دغه وزارت کافي آسانتیاوې نه لري چې وکولای شي چې ټولې مدرسې په لږ وخت کې ثبت او راجستر کړي.

د پوهنې وزرات د شمېرو له مخې دا مهال شاوخوا۲۵۰ زره تنه په دغه وزرات پورې اړوندو۱۱۰۰ مدرسو کې زده کړې کوي چې۱۵ زره یې نجونې دي.

دغه وزارت دا هم مني چې په هېواد کې۱۳۰۰ نا ثبت شوې مدرسې فعالیت کوي. د دې تر څنک د اصلاح ټولنې په نوم یوه ډله هم د کابل، هرات، ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې سلګونه مدرسې لري چې شاوخوا څلور زره نجونې او هلکان زده کړې پکې کوي.