د مارشال فهیم ځای ناستی به څوک شي؟

Image caption د ولسمشر د مرستیال د مړینې او یا استعفا کولو په صورت کې، ولسمشر دا حق لري چې ولسي جرګې ته د خپل مرستیال د ټاکنې لپاره کسان معرفي کړي.

په داسې حال کې چې ولسمشریزو او ولایتي ټاکنو ته نژدې درې اونۍ پاتې او ټاکنیزې منډې ترړې ډېرې شوې، خو د مارشال محمد قسیم فهیم مړینه به څومره پر دغو ټاکنیزو بهیرونو اغېز وکړي؟

محمد قسیم ته د مارشالۍ رتبه په اوسني حکومت کې ورکړل شوه.

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر پر ۱۳، هغه مهال چې محمد قسیم فهیم او ملګري یې له طالبانو سره پر جګړې کېوتي وو، بن کې د افغانستان د سیاسي بهیر او مسائلو په اړه کنفرانس جوړ شو.

بن ته غوښتل شویو د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په اړه پرېکړې او خبرې وکړې.

له اوسني نظام سره هر راز تړل شوې نیوکې او ښېګڼې له مارشال فهیم سره په یو ډول نه یو ډول اړیکه لري.

له ۲۰۰۱ راهیسې، د لنډمهالې ادارې تر لومړۍ دورې پرته، فهیم په حکومت کې دخیله څېره وه، د دفاع د وزیر په توګه د دندې له پیلولو وروسته د ولسمشر لومړی مرستیال وټاکل شو.

خو د حکومت په جوړښت کې پیاوړو کسانو د هغه ملاتړ کاوه، چې لاهم پر ځینو څوکیو پاتې دي.

مارشال فهیم پخپله یوه وینا کې ویلي وو، چې که چېرېژ مجاهدینو ته ارزښت ورنه کړل شي، نو هغوی به له ناچارۍ وسلو ته لاسونه کړي.

په وروستیو کلونو کې د مارشال فهیم کور د ګڼو سیاسي پرېکړو او سلا مشورو کوربه توب کاوه.

Image caption محمد قسیم ته د مارشالۍ رتبه په اوسني حکومت کې ورکړل شوه.

افغانستان کې ولسمشرۍ ته هر کاندید باید دوه مرستیالان ولري، خو ولسمشر دا حق نه لري، چې هغوی له خپلو دندو پخپل زړه لیرې کړي.

اوسمهال، لا مالومه نه ده، چې د مارشال فهیم ځایناستی به څوک شي، خو د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د مرستیال د مړینې او یا استعفا کولو په صورت کې، ولسمشر دا حق لري چې ولسي جرګې ته د خپل مرستیال د ټاکنې لپاره کسان معرفي کړي.

له شک پرته ولسمشر کرزی به د مارشال فهیم د تشې ډکولو لپاره شاید بیا له تاجګ ټبرو یو څوک غوره کړي.

لکه څرنګه چې لیدل کېږي، ځینې تاجک ټبره مشهورې څېرې او مشران وژل شوي، د شمالي ټلوالې له مخکني مشر احمد شاه مسعود له وژنې نیولې، جنرال داود داود، مولانا سید خیلي، او عبدالمطلب بیګ په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي.

ورته مطالب