د بودا مجسمو د نړېدو ۱۳ کاله پوره شول

د انځور حقوق AFP
Image caption طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې هغه مجسمې چې تر ۲۵۰۰ کلونو یې اوږد عمر درلود ونړولې

د مارچ ۱۱مه په بامیانو کې د بودا د سترو مجسمو د ویجاړولو له ۱۳مې کلیزې سره برابره ده.

خو سږکال دغه مراسم د ولسمشر کرزي د لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم د مړینې تر سیوري لاندې راغلل او و نه لمانځل شول.

د بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي د بودیجې نشتوالی او دغې چارې ته نه پام د دې لامل شوي چې د بودا د دوو مجسمو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې شي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې دغه مجسمې ونړولې.

د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۱مه طالبانو په بامیانو کې د بودا دوه سترې مجسمې چې تر ۲۵۰۰ کلونو یې اوږد عمر درلود ونړولې.

د دغو مجسمو د ویجاړولو ۱۳مه کلیزه، سږکال د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د مړینې او خاورو ته د سپارلو تر اغېز لاندې راغله او تر ډېره يط په خبري رسنیو کې په اړه څه خپاره نه شول.

په بامیانو کې هم د مجسمو د نړېدلو د یادښت مراسم نه دي ترسره شوي.

د بامیانو د والي مرستیال محمد آصف مبلغ وايي دغه مراسم به په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې ترسره شي.

دی وايي: ''اوس د بودیجې موضوع مطرح ده ځکه زیاتو پیسو ته اړتیا لري. او تر اوسه هیڅ هېواد هم د هغو د جوړولو په برخه کې ژمنه نه ده کړې. هغه شان چې کارپوهانو ویلي دا به ۱۰ میلیونه ډالره لګښت وغواړي. بیارغونه یې هم همدومره لګښت غواړي ځکه ډېرې ټوټې نړیدلي او بیا جوړولو ته اړتیا لري''.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې ډېرې هڅې وشوې چې د بودا نړول شوې مجسمې بیا ورغول شي او یا یې پر ځای نوې مجسمې جوړې شي.

خو تر دې دمه زیاتره دغه چارې د کاغذ پر مخ وې او کوم عملي ګام نه دی اوچت شوی.

د بامیانو مرستیال والي وايي هغسې چې د دغه ولایت د خلکو تمه ده کارونه نه ترسره کیږي.

په بامیانو کې د بودا سترې مجسمې له لومړۍ تر پنځمې پېړۍ د کوشانیانو د امپراطورۍ پر مهال جوړې شوې وې.

دغه مجسمې وړاندې تر هغه چې ونړول شي په نړۍ کې د بودا سترې ډبرینې مجسمې بلل کېدې.

ورته مطالب