هلمند کې چاودنې درې واکسیناتوران وژلي دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په روان کال کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې کېږي

د سويلي ولايت هلمند چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ګوزن ضد درې واکسیناتوران په یوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي، پیښه پرون (سه شنبه، مارچ ۱۱مه) د سنګین د شکر شېلی په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی ځواک وایي واکسیناتوران دغې سیمې ته د واکسین کمپاین د پلې کیدو په موخه روان وو، چې چاودنه پرې وشوه.

دا لا نه ده مالومه چې دغه پېښه قصدي او که تصادفي ده.

په کندهار کې ځايي خبريال مامون درانی وايي، دا په روان ۲۰۱۴ کال کې د خپل ډول لومړۍ پیښه ده چې روغتیايي کارکونکي په کې وژل کیږي.

تر دې وړاندې طالبانو د ګوزن له کمپاين سره مخالفت نه و، ښوولی.

خو په هلمند ولایت کې د هوا له ګرمیدو سره سم د سړک غاړې بمي چاودونو پیښې هم زیاتې شوي دي.

په تیره یوه اوونۍ کې په دوو جلا بمي چاودونو کې تر ۱۰ زیات ولسي وګړي وژلي او همدومره نور یې ټپیان کړي دي.

افغانستان د نړۍ له هغو دريو هېوادونو يو دی، چې لا هم په کې د ګوزڼ پېښې شته دي.

پاکستان، نايجريا او افغانستان هغه درې هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وايروس لا هم په کې دی.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې يوه پېښه په پلازمېنه کابل کې هم ثبت شوې ده.

د ګوزڼ پر واکسيناتورانو او کارکوونکو بريدونه په خيبر پښتونخوا کې هم ډېر شوي دي.

ورته مطالب