کندهار کې د ملي امنيت پر يوې ادارې بريد شوی

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې کابو يو ساعت دوام وکړ

د افغانستان په سويل کندهار کې چارواکي وايي دريو ځانمرګو بريدګرو د دغه ولايت په دويمه ناحيه کې د ملي امنيت پر يوې څانګې بريد کړی دی.

د کندهار ولايتي چارواکي وايي بريد د ښار په زړه کې شهيدانو چوک ته څېرمه د ملي امنيت د تحقيقاتو پر يوه مرکز شوی دی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند غورځنګ افريدي ويلي، په بريد کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي چې يوه يې ښځه او بل نارينه دي، ټپيان شوي او درې واړه بريدګر وژل شوي دي.

ځايي خبريال مامون دراني ته غورځنګ افريدي ويلي، په بريد کې ملکيانو ته زيان نه دی اووښتی.

ښاغلي افريدي ويلي بريدګر په يوه زرنج موټر کې دغې سيمې ته ورغلي او پرته له دې چې کومه لويه چاودنه وکړي، د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

چارواکي وايي د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې کابو يو ساعت دوام وکړ.

وسله والو طالبانو ویلي بريد دوی کړی. دوی وايي دغه بريد يې ځکه کړی، چې د ملي امنيت په دغه مرکز کې ناسمې پرېکړې کېدلې.

بريد ټيک د ملي امنيت پر هغه اداره شوې، چې وسله والو طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د هرات پخوانی والي محمد اسمعيل ساتلی و.

ورته مطالب