فیفا وايي ټاکنیزو مبارزو کې سرغړونې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption فیفا همدراز وايي چې د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله کمپاینونو ښارونو او خوندي سیمو ته رامحدود شوي دي.

د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ 'فیفا' د ولسمشرۍ څوکۍ د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه په خپل لومړي راپور کې وايي، چې د دغو مبارزو په لومړۍ یوې میاشتې کې له قوانینو او مقرراتو یو شمېر سرغړونې شوې دي.

د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ، فیفا، د دغه رپوټ د خپرولو په ترڅ کې ویلي، چې د امنیت د خرابوالي له کبله دا ځل ټاکنیزې مبارزې تر ډېره لویو ښارونو او خوندي سیمو ته راټولې شوې دي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری پخپل راپور کې وايي، د فیفا دغه رپوټ په څلوردېرشو ولایتونو کې د شاوخوا دوو سوو څارونکو د ارزونو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د دغه بنسټ د چارواکو په وینا د دوی څارونکو په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسشمرۍ نوماندانو ۱۲۳ ټاکنیزې غونډې څارلې، چې په ټوله کې یې پکې له قوانینو او مقرراتو ۲۶ مورده سرغړونې په ګوته کړې دي.

په دغو سرغړونو کې د نوماندانو د کمپاین د ډلو لخوا په نورو نوماندانو پسې منفي تبلیغ، نوماندانو ته ګواښونه او په ټاکنیزو مبارزو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخېستل شامل دي.

د فیفا مشر جانداد سپین غر په کابل کې په دې تړاو وربللې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په یو نه یو ډول د نوماندانو په کمپاینونو کې دولتي امکانات کارول شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption فیفا د خپل رپوټ په پای کې د ټاکنیزو مبارزو د پاتې ورځو د بهیر د روڼوالي په موخه یو لړ وړاندیزونه هم کړي دي.

ښاغلي سپین غر همدراز وویل، چې د دوی څارونکو د پوسترونو له طرزالعمله ۳۰۰ سرغړونې ثبت کړې، چې په دې کې د نوماندانو د پوسترونو څېرې کېدل او پر یو شمېر پوسترونو د نورو نوماندانو د پوسترونو او انځورونو لګول کېدل شامل دي.

فیفا د خپل رپوټ په پای کې د ټاکنیزو مبارزو د پاتې ورځو د بهیر د روڼوالي په موخه یو لړ وړاندیزونه هم کړي دي.

په دغو وړاندیزونو کې له امنیتي ادارو غوښتل شوي، چې د نوماندانو او د کمپاین د ډلو د امنیت د خوندیتابه لپاره جدي هڅې وکړي. له ټاکنیزو کمېسونونو یې غوښتي، چې د دولتي امکاناتو کاروونکي په نښه کړي او قانوني چلن ورسره وکړي.

له نړیوالو بنسټونو یې غوښتې چې د افغانستان د ټاکنیز بهیر د څار لپاره د خپلو څارونکو شمېر زیات کړي او له نوماندانو یې هم غوښتنه کړې، چې د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال اړوندو قوانینو او مقرراتو ته جدي پام وکړي.

ورته مطالب