د ټولو پوځیانو وتل القاعده ته د ستنېدو فرصت ورکوي

جنرال ډنفورډ
Image caption جنرال ډنفورډ ویلي، د ناټو له هغه پلان سره موافق دی، چې ویلي یې وو، ‎افغانستان کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ ترمنځ ناټو سرتېري پاتې شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، که چېرې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووځي، شاید القاعده په دې هېواد کې په ډاډه زړه فعالیت ته ستنه شي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا کانګرس ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي له افغانستان نه د ټولو پوځيانو ایستل ځکه خطرناک دي، چې په وینا یې القاعدې ته په تدریجي ډول د بېرته ستنېدو لاره هوارېږي.

هغه ویلي، د افغانستان ټول ټال پرېښودل به د افغان ځواکونو د وړتیاوو د کمېدو او د ښځو د حقونو د سرغړونو لامل وګرځي:

"فکر کوم د ۲۰۱۴ کال پای کې له افغانستانه په وتلو سره به د ښځو لپاره په تېرو ۱۳ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي".

نوموړی اټکل کوي، "که چېرې د ۲۰۱۴ کې له افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه ووځي، القاعدې شبکې ته به دا زړورتیا ورکړي، چې نه یوازې په فزیکي ډول ځان سمبال کړي، بلکې په معنوي توګه به هم د نورو جنګیالیو ګومارلو ته هڅې ګړندۍ کړي او د ځان تمویل ته به سرچینې ومومي".

د کرزي ځای ناستی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت پنتاګون (دفاع وزارت) ته له افغانستانه د وتلو د چمتووالي نیولو امر وکړ.

اوباما دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر سر د مخکنۍ مشورتي لویې جرګې د پرېکړې خلاف افغان ولسمشر حامد کرزي د تړون له لاسلیکولو پښه شا ته کړه.

د امریکا متحده ایالتونه د ولسمشر کرزي ځای ناستي ته په انتظار دي، چې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته به دغه تړون لاسلیکوي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نژدې ټول کاندیدان له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو پلویان دي.

په پام کې ده چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په راتلونکې اپریل (وري ۱۶) ترسره شي.

خو ښکاري چې د وخت په تېرېدو سره د امریکايي وګړو ترمنځ د افغانستان د جګړې د پلویانو شمېر په کمېدو دی.

ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې امریکا نه یوازې افغانستان ته ثبات رانه وړ القاعده او اورپکي ختمه نه شوه، بلکې ناامني ډېره شوه او خلک د خپلې راتلونکې په اړه نسبتاً خوشبین نه ښکاري.

جنرال ډنفورډ ویلي، د ناټو له هغه پلان سره موافق دی، چې ویلي یې وو، ‎افغانستان کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ ترمنځ ناټو سرتېري پاتې شي.

دا مهال افغانستان کې نژدې ۳۴۰۰۰ امریکايي پوځيان مېشت دي.

ورته مطالب