۸۷ کسان د ولایتي شوراګانو له لسته وایستل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي د ۵۵ نوماندان تحصیلي اسناد بشپړ نه وو، دریو کسانو په تذکرو کې لاسوهنه کړې وه او د ۲۹ نورو عمرونه له شرایطو سره برابره نه وو.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د پلټنې کمېسیون د خپلو پلټنو په ترڅ کې ولایتي شورا ته ۸۷ نوماندان له روستني لسته ایستلي دي.

د چارواکو په خبره له لسته د دغو کسانو د لری کېدو یو لامل دا و چې د ښوونځي سندونه یې بشپړ نه وو او بل دا چې عمرونه یې په شرایطو برابر نه وو.

په همدی ترڅ کې د ولسمشرۍ نوماندانو هم نن خپلو ټاکنیزو هلو ځلو ته په کابل او د افغانستان په یو شمېر نور ولایتونو کې دوام ورکړ.

له کابله وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړولو کمېسیون وایي هغوی د ولایتي شورا د غړو لست چمتو کړي او ډېر ژر به یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د ټاکنیزو شکایتونو د څیړولو کمېسیون ویاند نادر محسني وویل د ۹۰۰ نوماندو تحصیلي اسناد، تذکره او تابعت څیړل شوی او زیاته یې کړه چې ۸۷ تنه یې له لسته لري کړي دي.

د نوموړي په ژبه د ۵۵ نوماندانو تحصیلي اسناد بشپړ نه وو، دریو کسانو په تذکرو کې لاسوهنه کړې وه او د ۲۹ نورو عمرونه له شرایطو سره برابره نه وو.

ښاغلي محسني وویل ۵۷ نورو نوماندانو ته ویل شوي چې د خپلو اسنادو د پوره کولو لپاره دې د شنبي ورځې تر غرمې پورې د ټاکنو خپلواک کمېسون ته ورشي کنه نو د هغوی نوم به هم له لسته لری کړای شي.

د ځینو بدلونونو له امله چي رامینځ ته شوي د ۲۷۰۰ نوماندانو له ډلې ۲۶۰۰ نوماندان پر شرایطو برابر دي او خپل ټاکنیزو کارونو ته دوام ورکولي شي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ نوماندان هم خپلو ټاکنیزو کمپاینونو ته دوام ورکوي.

نن په یوې غونډې کې ګڼ شمېر خلکو له زلمي رسول نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د راتلونکې ولسمشرۍ یو بل نوماند محمد نادر نعیم یوه خبري غونډه کې خپله ټاکنیزه کړنلاره چې د یوه کتاب په بڼه جوړه شوی وه خبریالانو ته ورکړه.

په دی ناسته کې د ښاغلي نعیم لومړي مرستیال تاج محمد اکبر له ځینو رسنیو سر وټکاوه او دا یې وویل چې هغوی خپله بی طرفه نه ساتي او داسې ښیې چې ګواګې ځیني نوماندان له نورو نه مخکښ دي.

له کونړ ولایته رپوټونه وايي چې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم ټاکنیز پروګرامونه روان دي.

په درو ولسوالیو کې خلکو له اشرف غني احمدزي او په یوې ولسوالې کې له عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ورته مطالب