خوشي شوي د غازي اباد د بريد کيسه کوي

Image caption د دغو ۲۱ سرتېرو جنازې په کابل کې وشوې او خپلو کورنيو ته وسپارل شول

د وسله والو له ولکې د کونړ دغازي اباد د پیښې دوه راخوشي شوي سرتیري د هغې شپې د جګړې کيسه کوي، چې مخامخ پرې تیرې شوې وه.

په راخوشي شويو کې یو د همدغه ټولي برید مل و، دی وايي، د دغه برید او طالبانو سره د خپلو ځینو ملګرو د تړاو خبر ېې لا له وړاندې خپلو مشرانو ته رسولی و.

نوموړی وایي طالبانو د بند پر وخت نه دي ځورولي.

دغه دوه سرتیري ۲۰ ورځې وروسته د خپلو عمر خوړولو پلرونو سره یو ځای خپلو کورونو ته ورستنیږي.

د خبریالانو سره د خبرو پر وخت چارواکو هڅه کوله چې سرتیري هرڅه ونه وايي.

يوه يې خپل ځان معرفي کړ: ''زما نوم خیرالدین دی د افغان پوځ بریدمل یم، په دغه شپه زه ویده وم، د پوځي اډې نقشه ېې طالبانو ته ورکړې وه. زه له دغو نیمګړتیاوو خبر وم، ما په دې اړه د لیوا د کشف آمر ته وویل!''

تاسو خبر وئ چې طالبان درباندې برید کوي؟

''هو، دوی 'ملګرو' يې لا له وړاندې طالبانو سره ټيليفوني اړیکې لرلې ما د لیوا د استخباراتو آمر ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې داسې یوه پیښه کیدونکې ده، هغه وویل د دغو کسانو عکسونه په کار دي. هیڅ پام ېې ونه کړ''.

دی وايي: ''د سرتېرو څلورو کسانو له وسله والو سره اړیکې لرلې، زموږ د پوستې نقشه ېې ورکړې وه، دا ېې هم ورته ویلي وو چې په پوسته کې څومره سرتیري شته او څومره سپکه او درنه وسله په کې ده. پر موږ ۶۰ کسانو برید کړی وو یو څوکیوال تښتیدلی و او بل ېې پخپله ویشتلی و.''

د طالبانو له منګولو بل راخوشې شوی سرتیری وايي د ژوندي راتلو هیڅ تمه ېې نه لرله.

د انځور حقوق AP
Image caption د دفاع وزارت ويلي، چې دغه سرتېري هغه مهال ووژل شول، چې له افغان سرتېرو سره مرمۍ خلاصې شوې.

دی وايي طالبانو د دوي د هغو نورو څلورو پخوانیو ملګرو خورا ډیر درناوی کاوه چې په برید کې ورسره شریک وو.

''زما نوم میراغا دی د سیلاب قول اردو د دریم کنډک د څلورم ټولي سرتیری یم، موږ ټول ویده وو. دوی د طالبانو سره اړیکې لرلې. زموږ ملګري وو، خو د طالبانو سړي وو. ډزې مې واوریدې، راویښ شوم ډزې مې هم وکړې، خو طالبان څلور خواوو ته راغلي وو''.

دی وايي: ''طالبانو د نورو څلورو سرتېرو ډېر درناوی وکړ، غازیان ېې بلل، غازي ولي الرحمن او غازي امان الله''.

راخوشي شوي دوه سرتېري وايي مور او پلار ته ېې مخکې تيليفون کې ويلي وو چې د ژوندي ورتلو ډیره هیله نه لري.

دواړه سرتیري د جمعې له ماښامام وروسته د ګڼو قومي مشرانو سره په مرکز اسد اباد کې د والي په دفتر کې د خبریالانو سره مخامخ شول.

د کونړوالي شجاع الملک جلاله د قومي مشرانو منندوی وو، خو لا هم پر هغې خبرې ولاړ وو چې لا پخوا ېې ویلي وو یو شمیر سرتیرو په لوی لاس پخپلو ملګرو د وسلوالو طالبانو برید ته لار اواره کړې وه:

''زه د قومي خلکو نه مننه کوم چې منډې ېې ووهلې او دغه دوه کسه ېې له بنده را خلاص کړل. دا یو حقیقت وو، هغو څلورو کسانو چې طالبانو سره يې لاس درلود، زه پردې ډېر خواشینی یم چې هغوی دوه کاله دغو ځوانانو سره په یوه کاسه ډوډۍ خوړلې وه او دا ظلم ېې وکړ او د مخالفینو سره یو ځای شول زه فکر کوم هغه د هغوی خلک دي چې دا دوه ېې راپریښوول او هغه نور ېې را ونه لیږل.''

د غازي اباد پیښې په کور دننه افغان چارواکي په غوصه کړل او ولسمشر کرزي سریلانکا ته خپل سفر وځنډاوه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي هغه وخت برید د افغانستان د پولو بهر جوړ شوی باله او ویل يې سرتیري هغه مهال ووژل شول چې مرمۍ ورسره خلاصې شوې، خو راستانه شوي سرتیري وايي جګړه اوږده او درنه نه وه.

دوی وايي یوازې سپکه وسله کاریدله او ډیر سرتیري دننه په کوټو کې ویده وو، چې ووژل شول.

د غازي اباد پیښه د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کي تر ټولو بده هغه ده چې په یوه ځلي په کې ۲۱ عسکر د خپلو ملګرو په مرسته وژل کیږي.

ورته مطالب