کرزی وايي اساسي قانون کې تعدیل راتلی شي

حامد کرزی د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي پر خلکو غږ وکړ، چې د خپلو نیکونو په څېر دې د وطنپالنې او ملي ارزښت پیغام وساتي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزی وايي، د تېرو څو کلونو تجربې وښوده، چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون لو لړ اصلاحاتو او تعدیلاتو ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې د کب پر ۲۴، د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې تقنیني دورې د څلورم کال د اوومې ناستې بهیر په پرانیستونکې غونډه کې وکړې.

حامد کرزي وویل: "تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې زموږ اساسي قانون یو لړ اصلاحاتو او تعدیلاتو ته اړتیا لري، موږ باید خپل اساسي قانون داسې اصلاح کړو، چې د خلکو د اساسي ازادیو د تحکیم او د هېواد د سیاسي نظام د مؤثریت د ودې موجب وګرځي".

هغه وویل چې "د اساسي قانون له ۱۴۹ مادې پرته نور ټول مواد یې تعدیلېدلی شي. زموږ د اساسي قانون له ۱۴۹ مادې سره سم، د اسلام د سپېڅلي دین له حکومونو سره د پیروي اصل او اسلامي جمهوري نظام نه شي تعدیلېدلی. د اتباعو د اساسي حقونو تعدیل، د هغوی د حقوقو د ښېګڼې په منظور جواز لري. له دغو یادو شویو مواردو پرته د نورو مواردو اصلاح او تعدیل کېدای شي".

ښاغلي کرزي وویل، بشپړ ډاډ لري چې افغانان او د هېواد راتلونکي مشران به د اساسي قانون له تعدیل سره په خورا دقت او لازم حساسیت

برخورد وکړي.

حامد کرزي په دې اوږده وینا کې وویل، چې ۱۳ کاله مخکې، افغانستان یو منزوي او له ملي حاکمیت محروم هېواد و، چې د هغه په وینا، د موقتې ادارې په راتلو سره افغانستان یوځل بیا "د ټولو افغانانو کور" شو.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ، چې د خپلو نیکونو په څېر دې د وطنپالنې او ملي ارزښت پیغام وساتي.

که څه هم ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال خپلې لاسته راوړنې پرله پسې یادې کړې، خو وویل چې د افغانستان ۲۵۵ تقنیني اسناد او قوانین تصویب شوي دي.

د وینا ازادي

حامد کرزي د وینا ازادي د یوې لاسته راوړنې په توګه یاده کړه، خو وویل چې د سلګونو خپرنیو او لسګونو تلوېزیونون او رادیوګانو په جوړېدو سره، لاهم ډېر کار ته اړتیا ده.

کرزي وویل چې ازادې او بې پرې رسنۍ د دولتونو د کنټرول تر ټولو اغېزناکه طریقه ده، خو وویل چې زادې رسنۍ باید یولړ اصول او ارزښتونه په پام کې ونیسي:

"رسنۍ باید قوانین مراعات او کره معلومات ولېږدوي، د ملي یووالي ارزښت او ازادۍ اصل پام کې ونیسي. د وګړو خصوصي حریم ته درناوی وکړي، زموږ د هېواد رسنۍ هغه مهال پر خپلې دیموکراتیک او ملي ژمنې درېدلی شي، چې په بشپړه توګه له په ملي او مالي چارو کې له بهرنیو سازمانونو خپلواکې وي".

سوله

ولسمشر کرزي وویل، د سولې په تړاو له پاکستان او ترکیې او له پاکستان او انګلستان سره د افغانستان هڅې یوازې افغانستان ته د ثبات راتلو په خاطر وې.

هغه وویل، پر ډېرو نیوکو سربېره یې ځکه طالبانو ته وروڼه ویلي، چې دوی هم افغانان او د دې خاورې بچیان دي، خو هدف یې دا دی چې له جګړو او ورور وژنو لاس واخلي او په سیاسي بهیر کې ځانونه ورګډ کړي:

"زه پر دې باور یم، چې پاکستان او د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان له سولې سره همکاري کولی شي، خو موږ پوهېږو چې پاکستان کې د طالبانو مشرتابه په امن او امان کې ژوند کوي، د طالبانو هغه غړي چې له خپلو هېوادوالو او هېواد سره د خبرو لپاره چمتو دي، له بده مرغه نیول کېږي او یا وژل کېږي. لکه څرنګه چې په وروستیو کې د ځینو طالب مشرانو په استازیتوب معتصم اغا جان افغانستان کې د سولې له بهیر سره ملاتړ اعلان کړ، د سولې ځینې ملاتړي طالب مشران ووژل شول".

حامد کرزي پخپله وینا کې دې ته هم اشاره وکړه، چې له امریکايي چارواکو سره یې د افغانانو د خوندیتوب او تلفاتو په اړه اختلاف و.

ښاغلي کرزي وویل، له یوې خوا افغانان د هغو ترهګرو له خوا وژل کېږي چې له هېواد بهر روزل کېږي او د افغانستان پر ضد بریدونه طرحه کوي، بل خوا د هغه په وینا افغانان د هغو له لوري وژل کېږي، چې ظاهراً د ترهګرۍ پرضد جګړه یې پیل کړې ده:

د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي پخپله وینا کې دې ته هم اشاره وکړه، چې له امریکايي چارواکو سره یې د افغانانو د خوندیتوب او تلفاتو په اړه اختلاف و.

"هېڅ بهرنی هېواد ځان ته دا حق نه شي ورکولی، چې زموږ په خاوره کې زندان جوړ کړي او زموږ وطنوال بندیان کړي. موږ ډېر خوښ یو چې د بهرنیانو دا ډول کړنو ختمولو ته مو پلان جوړ کړی".

ټاکنې

ولسمشر کرزي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو وویل، چې هڅه یې دا ده دغه ټاکنې په ازاده فضا کې په رڼه ډول ترسره شي.

هغه وویل، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک فعالیت په صورت کې امکان لري:

"رڼې ټاکنې هغه مهال ممکنې دي، چې زموږ په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه ونه شي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د افغانانو د ازادو ارادو په پایله کې وټاکل شي. له دې کبله ټولو بهرنیو هېوادونو ته، چې د نورو هېوادونو په ټاکنو کې د لاسوهنې نیت لري، ګواښ کوم چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، دا د دوی په خیر دی".

ورته مطالب