ټاکنیزې منډې ترړې او د وسلو بازار

د انځور حقوق
Image caption د هرات د ولایتي شورا یوه نومانده کلثوم صدیقي وایي د هرات امنیې قوماندانۍ ورته ویلي چې دوی خپله باید له هره ځایه چې ورته ممکنه وي وسلې پيدا کړي.

په داسې حال کې چې د ولایتي شوراګانو ټاکنیزې منډې ترړې تودې شوې، یوشمېر نوماندان د خپل امنیت د خوندي کولو په موخه د وسلو د موندلو په هڅه کې دي.

هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده وايي، په دې ولایت کې ۱۶۴ کسان - چې ۲۱ تنه یې ښځې دي - د ولایتې شورا څوکیو ته د رسېدو هڅې کوي خو د ټولو نوماندانو او په ځانګړي توګه د ښځو لپاره امنیتي ستونزو خنډونه جوړ کړي.

دوی وایي په وار وار یې له امنیتي څانګو نه وسلې غوښتې خو چندان مرسته نه ده ورسره شوې.

د هرات د ولایتي شورا یوه نومانده کلثوم صدیقي وایي د هرات امنیې قوماندانۍ ورته ویلي چې دوی خپله باید له هره ځایه چې ورته ممکنه وي وسلې پيدا کړي:

''امنیې قوماندانۍ موږ ته وړاندیز وکړ چې لاړ شي وسله چې له هرځایه کوي او هر ډول یې ترلاسه کوي هغه راوړي. موږ تاسو ته موقت مکتوب درکوو او تر هغه چې کمپاینونه ختمیږي تاسو سره به وي او وروسته به دغه وسلې له هرځایه مو چې کړي وي که مو په خپله اخستې وي یا مو له چا پور کړې وي بیرته به یې ورکوي''.

میرمن صدیقي زیاتوي: ګګځینې وختونه یو څوک نشي کولی وسله پیدا کړي په تېره ښځې. ما په تیرو دوو اونیو کی د اړیکو د درلودلو سره سره ونشو کړای یو میل وسله پيدا کړم. او د اخیستلو وس مې هم نه درلود نو مجبوره شوم له هرات نه بهر چې هغه هم امنیتي ارګان دی وسله پور کړم''.

پولیس چارواکي وایي دوی په ښار او ولسوالیو کې ځان د نوماندانو د امنیت د ساتلو په چارو کې مکلف بولي خو زیاتوي چې دوی نشي کولی ټولو ناماندانو ته وسیلې ورکړي خو دا کار کولی شي چې دوی خپله له هر څایه چې ورته ممکنه وي وسلې پیدا او بیا یې ثبت کړي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي وایي د پیسو په بدل کې د وسلو د رانیولو خبره مطرح شوې نه ده:

د انځور حقوق
Image caption ګڼ افغانان د ټاکنو پرمهال د ممکنه ناامنیو له رامنځ ته کېدو اندېښنه لري.

''د پېر یا اخیستو مساله په منځ کی نه شته. زموږ ډېر دغه دوستان څو ځله د ولایتي شورا نوماندان وو او اوس هم دي او ساتونکي ورسره دي. د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ مسولیت یوازې همدومره دی چې د دوی وسلو ته نوی استعلام ورکړي دا چې دوی دا وسلې له کومه کوي او په هر دلیل یې چې لري دا د دوی خپل کار دی''.

په هرات کې د مدني ټولنې د همغږي شبکې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړي او ویلي یې دي چې دا ډول چلند به په ټولنه کې د ګډوډي او ناامني سبب شي.

په دې ورسیتو کې د ولایتي شورا نوماندانو د امنیت په تړوا په وار وار اندېښنې څرګندې شوې یوشمیر نوماندانو دا هم ویلي چې اوس په ډېرو ولسوالیو کې د دوی فعالیت او کمپاین د امنیتي ستونزو له کبله محدود شوي دي.

ورته مطالب