کرېکټ: بنګله دېش افغان لوبډله ماته کړه

د انځور حقوق focusbangla
Image caption د افغانستان ټوله لوبډله یوازې په ۷۲ منډو وسوځېده.

د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام په لومړۍ لوبه کې نن بنګله دېش افغانستان ته سخته ماتې ورکړه.

بنګله دېشۍ لوبډله له پېله پر لوبه برلاسې وه او لوبه هم تر ډېره یو طرفه وه.

د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد او نجیب ترکي لوبه پېل کړه.

په لومړي توپ محمد شهزاد د شپږېزې وهلو په هڅه کې وسوځېد.

شهزاد په خپله تېزه لوبه او لوړو شاټونو وهلو مشهور دې، خو په وروستیو کې د خرابې لوبې له کبله له تخنیکي اړخه د نوموړي پر توپ وهنه پوښتنې را ولاړې شوي.

پر دریېم نمبر ګلبدین نایب مېدان ته راغی.

ګلبدین تیزې منډې جوړې کړې، چې ورسره د منډو جوړولو اوسط لوړ شو او لوبه هم یو څه کنترول شوه.

د لوبې په شپږم اوور کې د افغانستان پرله پسې دوه لوبغاړي وسوځېدل، د یو څو توپونو په ځنډ نوروز منګل هم په منډه کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

د لوبې په لسم اوور کې افغانستان یوازې ۴۹ منډې لرلې او د کپتان محمد نبي په ګډون ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

پاتې افغان توپ وهونکي هم ډير ایسار نه شول او ژر ژر وسوځېدل.

د ۱۶ اور ترپایه د افغانستان ټوله لوبډله یوازې په ۷۲ منډو وسوځېده.

د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې شکېب الحسن ښه بالېنګ وکړ او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، عبدالرزاق هم ښه وځلېد او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې.

بنګله دېش لپاره د ۷۳ منډو هدف ډېر زیات نه وو او یوازې د یوه لوبغاړي په تاوان یې په ۱۲ اورونو کې دغه هدف پوره کړ.

د لوبې شننه

ټول افغان توپ وهونکي د ناسمو شاټونو وهلو له امله وسوځېدل.

د لوبډلې انتخاب هم متوازن نه ښکارېد، د بنګله دېش لوبغالي د سپین یا ورو توپ اچوونکو لپاره غوره بلل کېږي.

افغانستان حمزه هوتک چې کیڼ لاسی ورو بالر دی او په اسیایې جام لوبو کې ډېر ځلېدلې وو ونه لوباوه.

د اصغر ستانکزي او ميروېس اشرف نه لوبول هم ناسمه پریکړه ښکارېده.

په ټوله کې د افغان لوبغاړو ننۍ لوبه کمزورې وه.

د بنګله دېش لوبډله اوس ۲ نومرې لري او د ګروپ په سر کې ده.

که چېرې افغانستان خپلې پاتې دواړه لوبې وګټي او بنګله دېش له خپلو دوو لوبو څخه یوه وبایلي نو بیا د نړېوال جام دوېم پړاو ته د افغانستان د تلو چانسونه پېدا کېږي.

ورته مطالب