له راتلونکي ولسمشر د لومړیتوبونو غوښتنه

ارګ د انځور حقوق arg
Image caption د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ کسانو ځانونه نومولي وو، چې یو نوماند د بل په ګټه تېر شو، او بل بیا له ټاکنیزو سیالیو لاس په سر شو.

د افغانستان مدني ټولنې راتلونکي ولسمشر ته په پنځه ګټګوریو کې یو لړ لومړیتوبونه وټاکل.

مدني ټولنه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو غواړي هغه سند دې لاسلیک کړي چې دغه لومړیتوبونه په کې په ډاګه شوي. دوی وايي دا سند به د مدني ټولنې او نوماندانو ترمنځ د ژمنتیا د میثاق یا تړون بڼه ولري.

دا چې د افغانستان مدني ټولنې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کوم لومړیتوبونه ټاکلې له کابله به یې زموږ د همکار سمیع الله موسی زي په دې راپور کې واورو.

دلته د افغانستان له دېرشو ولایتونو د مدي ټولنو ګڼ استازي راټول شوي استازی د راتلونکي ولسمشر لپاره پر لومړیتوبونو بحث کوي.

سوله او سیاسي ټیکاو د بشري او اقتصادي سرچینو پراختیا، د بشري حقونو خوندي ساتل، د قانون حاکمیت، ښه حکومتوالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د ژوند چاپېریال ساتنه هغه څه دي، چې د افغانستان د مدني ټولنې غړي وايي راتلونکی ولسمشر باید لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي وايي دا غوښتنې په کلیو بانډو او ښارونو کې د خلکو د هغو غوښتنو پایله ده چې په ولایتونو او بیا د زونونو په کچه مطرح شوې او په کابل کې یې د مدني ټولنې د ملي کنفرانس په پایله کې وروستۍ بڼه خپله کړه.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هم دغو مسائلو ته پخپلو ویناوو کې اشاره کړې، خو د مدني ټولنې غړي وایي د وړاندیزونو دا نوملړ به نوماندانو ته د لاسلیک لپاره په نژدې راتلونکې کې وړاندې کړي، چې د یوه سند بڼه خپله کړي او دوی د نوماندانو له ژمنتیا ډاډمن شي.

خو پوښتنه دا ده چې د مدني ټولنې غړي څومره هیله مند دي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به د دوی غوښتنو ته د خپلو لومړیتوبونو په سترګه وګوري.

د زابل ولایت د مدني ټولنې یو غړی رحیم الله علمیار وايي:

((تمه لرو چې دوی به دغه عملي کوي، دا یوازې زموږ نظر نه دی، بلکې موږ په کلیو او ولس کې د خلکو نظرونه راغونډ کړي او بیا مو دغه نظر ترې جوړ کړی دی)).

له کونړ ولاته د مدني ټولنې دا راغلی استازی نجیب الله حقیار وايي هیله لري چې راتلونکی ولسمشر د قانون حاکمیت ته تر هر څه ډېر پام وکړي:

((له راتلونکي ولسمشر به د مدني ټولنې د یوه غړي په توګه زما غوښتنه دا وي، چې قانوني واکمني رامنځ ته او قانون پلی کړي؛ ځکه چې ټول ولس د دې تمه لري، چې یو ځواکمن او قانوني نظام ولري)).

د افغانستان د مدني ټولنې غړي وايي امنیتي ستونزې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ دی، خو دوی وايي له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د رڼو ټاکنو لپاره له دوی سره د خپل رول په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

ورته مطالب