فارياب کې ځانمرګي بريد ۱۷ کسه وژلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption په فارياب کې طالبان او د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال فعال دي

د افغانستان له شمال فارياب ولايت نه راپورونه وايي چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه ۱۷ کسه وژل شوي دي.

د بي بي سي خبريال بلال سروري وايي، ولايتي چارواکو ورته ويلي، چې په بريد کې ۴۸ کسه ټپیان شوي هم دي.

دغه بريد په مرکز ميمنه کې شوی او په وژل شويو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د فراه والي محمد الله بتاش بي بي سي ته ويلي چاودنه هغه مهال وشوه چې بريدګر په يوه درې ټايره موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچول.

ښاغلی بتاش وايي: ''په دغه ورځ د اوونۍ بازار و، هره سې شنبه سلګونه ځايي بزګر او کليوال دغلته خپل محصولات او توليدات راوړي. ټول وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي دي''.

يوه ۴۳ کلن عيني شاهد سيد اغا بي بي سي ته ويلي: ''ما ډوډۍ اخيسته چې د چاودنې غږ مې واورېد. کله چې پورته شوم شاوخوا مې وينې او په وينو لړلي جسدونه وليدل، چې پراته وو''.

فارياب د افغانستان په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر کله ترې د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي.

وسله وال طالبان او په القاعده پورې تړل شوې ډله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په دغه ولايت کې فعال دي.

شپږ پوليس

د همدې مياشتې په پنځمه نېټه، هم په دغه ولايت کې پر يوې پوستې د بريد په پايله کې شپږ پوليس وژل شوي دي.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي وسله والو د شپې دوه بجې په اوزبېکه سيمه کې د پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړی دی.

دی وايي په بريد کې يو پولیس ټپي شوی هم دی.

ښاغلی صديقي وايي په دغه بريد کې وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

دی وايي دغه سيمه غرنۍ ده، نو له همدې امله په بريد کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

د دغه بريد په اړه د فارياب والي او يا هم امنيه قومندان لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

په سيمه کې خبريالان وايي په وروستيو اوونيو کې د فارياب په يو شمېر ولسواليو، په ځانګړي ډول قيصار کې امنيتي پېښې زياتې شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د قيصار د خواجه سبز پوش په سيمه کې دوو جلا چاودنو دوه کسه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

ورته مطالب