يونس قانوني لومړۍ مرستيالۍ ته نومول شوی

د انځور حقوق
Image caption قسيم فهيم د کب په ۱۸مه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، د اسلامي جمعيت ګوند مشرانو محمد يونس قانوني د قسيم فهيم د ځای ناستي په توګه غوره کړی او ولسمشر حامد کرزي يې نومونه تاييد کړې ده.

ارګ وايي ولسمشر کرزي له جهادي مشرانو سره په غونډه کې تاييد کړې، چې ښاغلی قانوني دې د لومړۍ مرستيالۍ لپاره ونومول شي.

که د افغانستان ولسي جرګه ښاغلي قانوني ته د تايید رايه ورکړي، دی به د محمد قسيم فهيم ځای ناستی شي، چې د کب په ۱۸ ومړ.

د قسيم فهيم له مړينې وروسته د ده د ځای ناستي په اړه د جمعيت د ګوند د مشرانو او ښاغلي کرزي ترمنځ خبرې اترې روانې وې.

تېره ورځ (دوشنبه، ۱۷ مارچ) د جمعيت مشرانو د فهيم قسيم په کور کې موافقه وکړه، چې ښاغلی قانوني د دغه ګوند له لوري لومړۍ مرستيالۍ ته پېشنهاد شي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۸ مادې پر بنسټ ښاغلی قانوني د ولسمشر له لوري له منل کېدو وروسته ولسي جرګې ته د تاييد رايې اخيستو لپاره معرفي کېږي او که جرګې تاييد کړ، د ولسمشر لومړی مرستيال به وي.

که محمد يونس قانوني د لومړي مرستيال په توګه ومنل شي، نو د حامد کرزي د دورې تر بشپړېدو به لومړی مرستيال وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د حمل/وري په ۱۶مه ترسره کېږي او له هغه وروسته به تر ۶۰ ورځو پورې ولسمشر کرزی نوي ولسمشر ته واک سپاري.

ښاغلی قانوني اوسمهال د ولسي جرګې غړی دی او په مخکنۍ دوره کې د ولسي جرګې مشر و.

يونس قانوني له دې وړاندې د ولسمشر کرزي په کابینه کې د کورنيو چارو او پوهنې او روزنې د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

ورته مطالب