د ولایتي شوراګانو ۱۱۶ نوماندان رد شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغو ۱۱۶ کسانو کې ۹ يې ښځې دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۱۱۶ کسانو نومونه ویستلي.

د ټاکنو په قانون کې ویل شوي، چې د ولايتي شورا نوماند بايد لږترلږه ۲۵ کاله عمر ولري او له دولسم ټولګي څخه د فراغت سند ولري.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي د ۲۲۱۵ کسانو د ښوونیزو سندونو، د هغوی د عمر او وررسېدلو شکایتونو په تړاو یې څېړنې کړي دي.

دغه راز ۹ تنه نور چې لا تراوسه تیلیفوني اړیکې نه دي ورسره ټينګې شوي له وروستي نوملړه یې نومونه نه دي ایستل شوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي د هغو کسانو په ډله کې چې د ولایتي شوراګانو د نوماندانو له لیسته یې نومونه ایستل شوي ۹ یې مېرمنې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو ۱۹احتمالي کاندیدانو نومونه له دې کبله د کاندیدانو له نوملړه ایستلي، چې وايي د عمر حد یې له شرایطو سره سم نه دی.

د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون په علني توګه د رسنیو پر وړاندې د ولایتي شورا ګانو له ۷۴ کاندیدانو سره پوښتنې وکړې او ځوابونه یې واورېدل.

په لومړنۍ ارزونه کې ثابته شوه، چې له دې کاندیدانو نه یو شمېر د عمر له حسابه په شرایطو برابر نه دي، یانې د قانون پر بنسټ د نوم ثبت کولو په ورځ یې عمر ۲۵ کلنۍ ته نه و رسېدلی.

د ارزونې په پای کې، چې نژدې درې ساعته وخت یې ونیو، د یاد کمېسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل چې ۱۹ کسان يې له نوملړه وېستلي دي.

ورته مطالب