د تېر کال لاسته راوړنې مو څه وې او راتلونکې ته مو تکل څه ده؟

د انځور حقوق Eyewire
Image caption د نوي کال په رارسيدو د ځمکې پر مخ د سپين واورين څادر ځاى زرغون هغه نيسي

سږکال افغانستان کې د نوي کال د رارسيدو په مناسبت زيات ترتيبات نيول شوي، په تيره په کابل او مزارشريف کې. د کابل ښار چې سږکال به په کې د نوي کال نړيوال جشن هم لمانځل کيږي ډيرې برخې يې په څراغونو سينگار شوي دي.

په نړۍ کې گڼ شمېر ولسونه خپل خپل نوى کال لري، لکه عيسوي نوی کال، اسلامي نوی کال، د يهودانو نوی کال، د هندوانو نوی کال، د چينيانو نوى کال، لمريز نوی کال او زيات نور چې هر نوى کال خپل ځانگړنه لري.

په افغانستان کې د زاړه کال په ختميدو او د نوي کال په رارسيدو د ځمکې پر مخ د سپين واورين څادر ځاى زرغون هغه نيسي چې ورسره په زړونو کې نوې هېلې هم ټوکيږ ي.

د پښتو متل دى، هاغه کروندگر چې اوس لاسونه تڼاکې کوي د بل ملغلرو ته به اړ نه وي. البته دغه متل يوازې د کروندگرو لپاره نه، بلکې د زده کونکو، محصلينو، ښوونکو، مامور او د نورو ټول په حق کې صدق کوي.

نو له همدې کبله موږ وپتېيله چې دا اوونۍ ستاسو غږ پروگرام چې د نوي کال په ماښام به خپريږي، نوي کال ته يې ځانگړى کړو.

پوښتنه مو دا ده چې له تېرکال نه چې نن سرته رسيږي لاسته راوړنې مو څه وې؟ د راتلونکي کال لپاره مو تکل څه ده؟ په راتلونکو ٣٦٥ ورځو کې د څه لاسته راوړل غواړئ او څنگه؟

که په دې اړه پوښتنه يا سپارښتنه لرئ کولاى شئ مخامخ خپرونې ته زنگ ووهئ شمېره يې ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره مو شمېره ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنا ليک پته ده :Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب