له بګرام زندانه ۵۵ بندیان خوشي شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بګرام زندانیانو د دوسیو ارزوونکې کمېټه وايي د یو شمېر نورو بندیانو پر دوسیو کار کوي.

د بګرام زندان بندیانو د دوسیو ارزونکې کمیټې پنځه پنځوس نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي.

دغې کمېټې د خپل کار پیله د شاوخوا اته سوه او پنځوس بندیانو دوسیې څېړلي. د دغې کمیټې مشر عبدالکریم قانت په وینا په هغو دوسیو کې چې د جرم د ثبات مدرکونه نه وو موجود، نو په پایله کې یې کمیټې د هغوی د خوشې کولو تصمیم ونیو.

د بګرام زندان د بندیانو د خوشې کولو کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په وینا د پنجشنبې په ورځ پنځه پنځوس تنه نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي:

په خوشې شویو کې څلوېښت تنه د بریتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

د چارواکو په وینا د اتلس تنو دوسیې یې کشفي ادارو ته سپارل شوي او پر درویشتو نورو دوسیو کار روان دی.

وړاندې تر دې داسې اندېښنې هم ښوول شوي چې له بګرام زندان خوشي شوي بندیان بېرته د وسله والو مخالفینو لیکو ته ورغلي او د حکومت پر ضد جګړه کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر کرزي د ۱۳۹۲ کال په پیل کې د بګرام زندان د بندیانو د خوشي کولو لپاره کمېټه جوړه کړه.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د پنجشنبې په ورځ ۵۵ تنه نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشي کړي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption په خوشې شویو کې څلوېښت تنه د بریتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

ورته مطالب