د برتانیا سفیر: کرزی امنیتي تړون نه لاسلیکوي

Image caption د برتانیا سفیر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په بهیر کې پرمختګ روان وباله او ټینګار یې وکړ، چې د افغان چارواکي اوس د پخوا په پرتله له طالب مشرانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه پراخې اړیکې لري

د افغانستان لپاره د برتانیې سفیر وايي، دوی پر دې باور دي، چې ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي سند نه لاسلیکوي.

ریچارډ سټګ په یوه ویډیويي خبري کنفرانس کې همداراز هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به له امریکا سره دا سند لاسلیک کړي او له لارې به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هېواد کې د شمېر نړیوالو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره شي.

ګلستان شینواری له کابله نور جزیات لري:

د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې سفیرانو په اسلام اباد کې د ویډیو کنفرانس له لارې افغان او پاکستاني خبریالانو ته د سیمې د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې. په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د برتانیې سفیر ریچارډ سټګ وویل، دی پر دی باور دی چې ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک نه لاسلیکوي خو ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټول مخکښ نوماندان دې ته ژمن دي، چې واک ته په رسېدو به دا سند لاسلیک کړي.

''زما نظر دا دی، چې ولسمشر کرزی به دا دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک لاسلیک نه کړي. نوموړي ما ته په شخصي ناستو کې هم ویلي او په دې اړه یې په علني ډول هم څرګندونې کړې، چې د دې کار نیت نه لري.

نو زموږ باوري هیله دا ده، چې دا سند به د ولسمشر کرزي لخوا نه بلکې د افغانستان د نوي ولسمشر لخوا د سږني اوړي په اوږدو کې لاسلیک شي''.

نوموړي همداراز وویل، چې د دغه سند د لاسلیکېدو له لارې به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو پوځیانو پاتې کېدو ته زمینه برابره شي.

د برتانیا سفیر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په بهیر کې پرمختګ روان وباله او ټینګار یې وکړ، چې د افغان چارواکي اوس د پخوا په پرتله له طالب مشرانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه پراخې اړیکې لري خو ټینګار یې وکړ، چې دا اړیکې د بهیر د ښه اغېز لپاره تر ډېره په علني ډول نه تر سره کېږي:

''دا بهیر به نه ډېر چټک وي او نه به ډېر ډاګیز وي. خو موږ د هغه څه په اړه ډېر ډاډمن یو، چې افغانان یې موږ ته وایي او هغه دا چې دوی اوس د تېر هر بل وخت په پرتله له طالبانو سره په پراخ ډول په اړیکه کې دي. او موږ د دې ادعا د ملاتړ لپاره شواهد لرو''.

د ښاغلي سټګ په وینا د دوی د ارزونو له مخې، په کوټه او پښور کې د طالبانو مشران اوس پر دې پوه شوي، چې افغانستان په تېرې لسیزې کې ډېر پرمختګ کړی او د زور له لارې واک ته رسېدل ورته ناشوني دي او په وینا یې د طالبانو د مشرتابه په منځ کې هم په دې اړه ناندرۍ روانې دي، چې څه نویو واقعیتونو او د افغان دولت پیاوړتیا ته په کتو څه ډول دریځ اختیار کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې سفیرانو د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره د دغو دواړو هېوادونو تر منځ همکاري اړینه وبلله. د پاکستان لپاره د برتانیا سفیر فیلیپ بارټن وویل، برتانیا پر دې باور ده، چې د نواز شریف تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوی حکومت له افغاستان سره د سولې په برخه کې نژدې همکارۍ ته ژمن دی.

دغو برتانوي چارواکو د راتلونکي افغان ولسمشر لپاره اقتصاد یوه جدي ننګونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې او مالي اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري.

ښاغلي سټګ په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مالي مرستو هم ټینګار یې وکړ.

نوموړي په پرتلیز ډول په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب الله د دولت نسکورېدو ته په اشارې وویل، چې د دې پېښې ستر لامل د هغه مهال له افغان حکومت سره د مسکو د اقتصادي مرستو او ملاتړ بندېدل وو.

دې ټکي ته په پام نوموړي ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان د هغه مهال په څېر یوازې پرېنږدي او خپلې مرستې ورسره روانې وساتي.

دغو برتانوي سفیرانو همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان د ټاکنو بهیر به په ښه ډول پر مخ ولاړ شي او د دغه هېواد حکومت، ګاونډیان او نړیوال به یې په ګډه د بریالي کولو هڅې وکړي.

ورته مطالب