د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې په اړه د استرالیا هڅې

Image caption استرلیا، نوي زیلنډ او د امریکا الوتکې په دې کوښښ کې دي چې د لیدل شوو څیزونو موقعیت پیدا کړي.

د استرالیا صدراعظم ټونې ابوت ویلي، دوه داسې څیزونه لیدل شوي چې کېدای شي د مالیزیا پر ورکې شوې الوتکې پورې تړاو ولري.

د استرلیا څیړونکي بیړۍ د هندي سمندر شمالي خواوو کې د ورکې شوی الوتکې د پیدا کولو په هڅه کې ده.

دغه الوتکه د روان مارچ پر ۸ له ۲۳۹ مسافرو سره تري تمه شوه.

ښاغلی ابوټ وویل چې دا څیزونه د سټلایټ په تصویرونو کې لیدل شوي.

استرلیا، نوي زیلنډ او د امریکا الوتکې په دې کوښښ کې دي چې د لیدل شوو څیزونو موقعیت پیدا کړي.

ښاغلي ابوت اخطار خبرداری ورکړی، هغه څیزونه چې لیدل شوي موندل یې ډېر ګران کار دی، کېدای شي چې د مالیزیا ورکې شوې الوتکې پورې هېڅ اړه هم ونه لري.

له هرې خوا نه زیاتې هڅې روانې دي چې دا ورکه شوې الوتکه پیدا کړي، خو له بده مرغه هېڅ یوه داسې اړونده خبره یا معلومات نه شته چې د الوتکې څرک په کې ولګېږي.

د مالیزیا له کولالمپور څخه دغه الوتنه د چین بیجنګ ته روانه وه، چې د هوايي ترافیک او رادار له کرښو ورکه شوه.

۲۶ ولسونه په دې بوخت دي چې دا ورکه شوې الوتکه پیدا کړي، که څه هم مالیزیا وايي چې دا په قصدي ډول له خپل تګلوري بلې خوا ته شوې ده.

که څه هم د مسافرو او د الوتکې د نورې عملې اسناد څېړل شوي، خو هېڅ داسې مدرک یا ثبوت نه دی موندل شوی چې وښيي چې د الوتکې د تښتولو هڅه دې شوې وي.

د سټلایټ له لارې د استرالیا سمندري ساتونوکو ځینې معلومات ترلاسه کړي چې شاید پر همدې څېړنو پورې اړه ولري.

د سټلایټ دغو موندنو کې دوه موندل شوي څیزونه دي چې شاید له ورکې شوې الوتکې سره تړاو ولري.

د استرالیا په ګډون د الوتکې په دې څېړنه کې دوه نور څېړونکي ـ امریکا او نوي زیلنډ – هم بوخت دي ږ

د استرالیا سمندري ساتونکو ویلي شاید د دې څېزونو موقعیت د اوبو په منځ کې د استرالیا شمال ختيځ پت ښار په ۲۵۰۰ کیلومترۍ کې وي.

ورته مطالب