ځاځي آريوب، یوه ولسوالي، دوه ولسوالان

عبدالرحمن سوله مل د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption عبدالرحمن سوله مل: ''زه د ازاد رقابت له مخې په ۱۳۹۲/۸/۴ نېټه د جمهور رييس د ځانګړي حکم پربنسټ مقرر شوی يم''.

د پکتيا ولايت د چارواکو او له کابله د ورلېږل شوي يوۀ ولسوال ترمنځ تاويلې ما ويلې تر رسنيو ورسېدې.

د پکتیا ځاځي اريوب ولسوال عبدالرحمن سوله مل شکايت کوي چې له تېرو پنځو مياشتو را په دې خوا مقرر شوی، خو د ولايت د مقام له لوري د خپلې دندې اجرا ته نه پرېښودل کېږي.

په مرکز گردېز کې يې چارواکي بې کفايته بولي او کابل تورنوي چې گواکې د پېژندگلوئ په بنسټ يې ورلېږلى دى.

ولسوال وايي د اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا د ازاد رقابت له لوري مقرر شوی خو د پکتيا د ولايت مقام له لوري دندې ته نه پرېښودل کېږي او يوازې د ولايت په مقام کې حاضري امضا کوي.

دی وايي: ''زه د ازاد رقابت له مخې په ۱۳۹۲/۸/۴ نېټه د جمهور رييس د ځانګړي حکم پربنسټ مقرر شوی يم خو يوازې حاضري امضا کوم، څوک مې دلته د ولسوال په توګه نه پېژني او هغه ولسوال چې له ما پخوا د ځاځي اريوب ولسوال هغه اوس هم زما په ځای کار کوي''.

نوموړی زياتوي چې له کومې ورځې را په دې خوا دی مقرر شوی يم، د ځاځي اريوب له دندې ګوښه شوي ولسوال ازاد خان ته د ولايت د مقام له لوري ستاينليک ورکړل شوی.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل پاچا مجيدي وايي چې يوازې نوموړی ولسوال نه بلکې يو شمير نورکسان هم په داسې برخلیک اخته دي.

مجيدي وايي: ''يوازې د ولسوال مساله نه ده ، نور کسان هم شته چې د اداري اصلاحاتو له لارې را کامياب شوي خو د ځينو مداخلو له امله دندو ته نه پریښودل کيږي''.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون مو په دې اړه وپوښت چې عبدالرحمان سوله مل يې بې کفايته ياد کړ.

همدا رنګه سمون د اداري اصلاحاتو په اداره تور پورې کړ چې ولسوال سوله مل يې د وړتيا په اساس نه؛ بلکې د اړيکو په اساس رالېږلی.

Image caption ولسوال سوله مل وايي، د بډو په تړاو تر خبري غونډې یوه ورځ وروسته چې خپل کاري دفتر ته ولاړ، د والي د دفتر رییس وروغوښت او په ساتونکو یې وواهه.

سمون وايي: ''تاسې خو پوهېږئ چې د حکومت په چارو کې لاسوهنې کېږي نو دی د اړيکو په اساس راغلی''.

نوموړی دا هم وايي چې عبدالرحمن سوله مل يو ځل پخوا هم د پکتيا په يوې ولسوالۍ کې د ولسوال دنده لرله چې موږ ته يې بې کفايتي معلومه وه.

د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ چې له مرکز ګردېز څخه لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، په تېرو دولس کلونو کې د پکتيا د نورو ولسواليو په څېر دلته هم د بيارغونې او نورې چارې د خلکو په خوښه نه دي ترسره شوې او اوسېدونکي يې تر ډېره له اوسنۍ حکومتي ادارې څخه ناراضه دي.

د يادې ولسوالۍ لپاره دوه ولسوالان عبدالرحمن سوله مل او ازاد خان په يو وخت د ولسوالۍ د يوې څوکۍ دنده پر مخ بيايي چې يو يې د ولايت ډاډ او بل د سيمه ييزو ارګانونو د مقررۍ رسمي مکتوب په لاس لري.

ورته مطالب