پکتيا، لوګر او بغلان کې افغان ولسمشرۍ ته د نوماندانو هلې ځلې

Image caption افغان ولسمشرۍ ټاکنو په رانژدې کېدو د نوماندانو هلې ځلې زیاتې شوې دي

افغان ولسمشرۍ ته نوماندان عبدالله عبدالله اشرف غني احمدزی او زلمی رسول د خپلو ټاکنيزو منډوترړو په لړ کې د شنبې پر ورځ د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو ته تللي وو.

دغو دريو واړو نوماندانو په ترتيب سره په بغلان، لوګر او پکتيا ولايتونو کې خپلو مينوالو او ملاتړو ته وينا وکړې.

په همدې وخت کې د کندوز يو شمېر خلکو خپل ملاتړ د عبد رب الرسول سياف نه اعلان کړی دی.

په کابل کې د بي بي سي پښتو خبرياله زمزمه نيازۍ خپل راپور کې وايي د پکتيا ولايت ډېرو خلکو نيوکه کوله، چې د دوی ولايت کې ټاکنيزې منډې نه کېږي.

په ګردېز کې د بي بي سي خبريال احسان الله مهجور وايي د زلمی رسول غونډه د تېرې سيمې د فوټبال ستر لوبغالي کې جوړه شوې وه او سلګونه کسانو په کې برخه اخيستي وه.

د غونډې ډېری ګډونوال د ښوونځيو زده کوونکي، د ولايتي ادارې کارکونکي ولسوالان او د ادارو مامورين وو.

ښاغلي رسول د خپلو پلويانو دې غونډې ته وويل که په ټاکنو کې بريالی شي، پکتيا کې به برېښناکوټ جوړوي.

ده وويل "د مچلغو بندډېر مهم دی، خو تر اوسه نه دی جوړ شوی، زه ډاډ درکوم چې زما د حکومت له راتګ سره سم به د دغه بند جوړولو کار ته پام وکړم."

ښاغلي رسول زياته کړه چې د بند له جوړولو مخکې به پکتيا ته وارداتي برېښنا رسوي، او دا "پکتيا کابل ته نژدې ده، نو د وراداتي برېښنا رسول ډېر لګښت نه غواړي."

خو په ګردېز کې د بي بي سي خبريال وايي چې د دغې غونډې ځينو ګډونوالو شکايت درلود چې په بله پلمه غونډې ته وربلل شوي وو.

بل پلو اشرف غني احمدزی خپل زېږېدځي لوګر ولايت ته تللی وو او هلته يې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وينا وکړه.

ښاغلي احمدزي په خپله وينا کې وويل غواړي لوګر "انزيټي" رول ولوبوي.

ده وويل که داسې وشی لاره ورسره لنډېږي. "له کوهاټ نه له خوست، پکتيا بيا د لوګر له لارې کابل ته رسېدل ۴ سوه کيلو متره لاره لنډوي".

ولسمشرۍ ته بل نوماند عبد الله عبد الله بيا د کابل شمال بغلان ولايت ته تللی و.

ښاغلي عبد الله د خپلو پلويانو غونډې ته وويل "شمال ته پر ډېره موده ستاسې له دې لارې تېر شوی وم، ستاسې دا يو سړک هم جوړ نه شو. دغه سړک او هم به د کېله ګۍ بند به جوړوو".

ښاغلي عبد الله د خپلو پلويانو هغې غونډې ته وينا کړې چې د بغلان په پلخومري کې جوړه شوې وه.

پر همدې مهال د کندوز امام صاحب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د عبد رب الرسول سياف له نوماندۍ ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشرۍ ټولټاکنې د راتلونکې اپرېل پر پنځمه ترسره شي.

ورته مطالب