کرزی: طالبان له حکومت سره خبرې غواړي

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر کرزي د سرينا پر هوټل بريد د نړیوالو استخباراتي کړيو کار وباله

افغان ولسمشر حامد کرزي د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کې وويل، چې ''وسله وال طالبانو ورسره اړيکه نيولې او په خبره يې غواړي چې خبرې اترې وکړي''.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د سولې په اړه وویل: ''دمګړۍ د پاکستاني طالبانو ډله د دغه هېواد له چارواکو سره په خبرو بوخته ده او په دغه هېواد کې به سوله راشي، ځکه د پاکستان مشران په خپل هېواد کې د تاوتريخوالي د دوام زغم نه لري''.

موده وړاندې نيويارک ټايمز ليکلي و، چې حامد کرزی له تېرو دريو مياشتو راهيسې په پټه له وسله والو طالبانو سره په اړيکه کې دی.

ولسمشر کرزي د کابل پر سرينا هوټل بريد ته په اشارې وويل، چې ''بريدګر نړیوالو استخباراتي شبکو کابل ته استولي وو''.

بل خوا ولسمشر حامد کرزي نن د زنګ په وهلو په افغانستان کي نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل کړ.

ټاکل شوې سږکال به شاوخوا ۱۱ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې زده کړې وکړي، خو لا هم د چارواکو په وینا په روان ښوونیز کال به یو میلیون او ۳۰۰زره زده کونکي له زده کړو بې برخې وي.

زموږ همکار حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي په افغانستان کې اوس هم څه باندې ۳۰۰ ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي دي.

د هر لمریز کال پر دویمه ورځ په ټول افغانستان کې د ښوونځیو دروازې په رسمي ډول د زده کونکو پر مخ پرانیستل کیږي.

۳۳۰ ښوونځي

د پوهنې وزیر فاروق وردګ وايي، سږ کال یوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان تازه ښوونځیو کې شاملیږي، چې له دې سره به په ښوونځیو کې د زده کونکو شمیر شاوخوا یولس نیم میلیونو ته ورسیږي.

ښاغلی وردګ وايي، اداري فساد او ناامني هغه دوه لاملونه دي، چې ښوونځیو ته یې زده کونکو مخه ډب کړې ده.

د فاروق وردګ د شمیرو له مخې، په افغانستان کې نژدې اووه میليونه خلک له لومړنیو زده کړو بې برخې دي.

نوموړی وايي، تیر کال شاوخوا دوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې و، خو وايي سږ کال به دغه کچه راټیټه کړي.

د ښاغلي وردګ د معلوماتو له مخې اوس هم د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۳۳۰ ښوونځي د شاګردانو پرمخ تړلي دي، خو وايی هڅه کوي د قومي مشرانو په مرسته تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیزي.

د فاروق ودرګ په وینا پنځه کاله وړاندې د تړل شویو ښوونځیو شمیر ۱۱۰۰ ته رسید.

په ځینو جنوبي سیمو کې خلک شکایت کوي، چې په سیمو کې ښوونځي پرانستي خو زده کوونکي له ویرې نه ورځي.

ورته مطالب